افغان ملت نور جګړه نه غواړي



افغان ولس کوښښ کوي چې له روانې جګړې څخه په خپله خاوره او کورنۍ کې ځان خلاص کړي او غواړي خپل کار او شته بحراني سياستونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي ولې جګړه مارې ډلې د دې چانس په لاس  نه ورکوي چې دغه پرمختګ دې په ښه توګه مخ په وړاندې لاړ شي ځکه چې د دې برياليتوب په رامنځ ته کولو سره  څرګنده خبره ده د دې خلکو ګټې البته د جنګياليو له خطر سره مخ کېږي نو همدغه علت دی چې په ملک کې سياسي چارواکو اور بل کړی او خپلې ګټې يې په نتيجه کې خوندي کړې دي او افغان ملت يې په لوی سيند لاهو کړی دی.
 
له کوم وخت څخه چې افغان ملت په جګړه کې ښکېل پاتې شوی برياليتوبونه ورسره وروسته پاتې شوي، زده کړه په ټپه ولاړه ده، اقتصاد خراب شوی، فرهنګ بدل شوی، سياست په جګړه اوښتی ولې دغه جګړه ځپلي قوم ته نور په کارده چې په خپله په خپلو کارو او روزګار پسې ملا کلکه وتړي، په ژوندې مبارزه لاس پورې کړي او پرې نږدي چې دغه ولس نورد پرديو د ګوليو ښکار شي په هره بيه چې کېږي بايد د ملت  مشران د قوم د خدمت کولو لپاره سر را پورته کړي تر کله به د جګړې او ناخوالو اور دلته بل وي، بې ځايه به په کې سوزو، وژل کېږو او د پرديو د انتحاري حملو هدف به ګرځو لنډه دا چې له دې جګړه ييز حالت څخه نور بايد را و وځو او د رڼا په لور خپلو اهدافو ته حرکت ورکړو ترڅو موږ هم لکه د نورې نړۍ په څېر په کاميابه لاره روان شو او خپل ژوند په ښه توګه وکړو.
 
دا به هغه پياوړې او کاميابه لاس ته راوړنه او بريالۍ لاره وي چې هم به مو ورسره اقتصادي مبارزه کړې وي، فرهنګي جګړې به ورسره ختمې شوې وي سياستونه به مو په خپل لاس کې وي، ښوونه او روزنه به مو د نړېوالو له معيار سره برابره وي که په رښتيا سره څوک په دې خاوره او دې ملت نور زړه خوږ کړي نو موږ به د نړۍ يو ډېر بريالی ملت و ګڼل شو او په دې سره صلاح  او مشوره شو او دا خبره يوځل بيا د  هېوادوالو غوږ ته ورسو چې په جګړه کې خير نه شته بې له دې چې و وژل شو، تاواني شو، بې زده کړې پاتې شو، بله بريا فکر نه کوم چې موږ دې په کې ترلاسه کړو.
 
 همدارنګه څلوېښت کلنې جګړه ييزې سياسي مبارزې ته بايد نورد پای ټکی کېدو چې و مو کړه، ملت مو له ځانه خفه کړ، په وينو مو و لمبولو، په ننني حالت کې ملت له دومره اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې هېڅ د پوښتنې ځای په کې نه شته د هر سفارت په دروازه کې چې  ګورو ځوانان ولاړ دي او پاسپورټونه يې په لاسو کې نيولي چې ويزې واخلي او بهر ته د يوې مړۍ ډوډۍ لپاره لاړ شي دا ولې؟ موږ يې نن ټوله پړه د افغانستان په لوړ پوړو چارواکو اچو هغه چې په حکومت کې چوکۍ لري، که رهبر دی، طالب او داعيش دی وروسته پاتې کارو ته بايد نور د پای ټکی کېدو، خپل ځان خپلې موخې ته ورسو نه چې د بادار په هيله نور هم کېنو چې پاکستان، امريکا او د سيمې هېوادونه به موږ ته سوله راولي او ډوبه شوې کښتۍ به نوره د ساحل غاړې ته کوي.
 
په دې خاوره کې نور ملت او حکومت ته په کارده چې په جګړه کې له ښکېلو خواو څخه د سولې او پرمختګ هيله وکړي  هغوي له بې ځايه وينو توېولو نور لاس واخلي په خپله خاوره کې بريالي کار کوونکي خوښ کړي، د کار او پرمختګ له لارې جګړې ته د پای ټکی کېدي او ښکېلې غاړې دې ته راضي کړي چې جګړه بس ده او سوله به له جګړې څخه غوره وي، د جګړې نه ختمول هغه طوفاني دوره ده چې که دا له دې وروسته نوره هم دوام پيدا کړي فکر نه کوم چې لومړی دې افغان ولس او بيا ټوله نړۍ ترې په ارامه پاتې شي همداسې به د دې جګړې ښکار کېږي او په لسګونو او سلګونو کسان به دواړو خواو ته د پرديو په لمسون د يو دوه ډالرو او پاکستانيو کلدارو په وړاندې وژل کېږي.
 
دا چې د افغان ملت په ځانګړې توګه د پښتون قوم څومره مينه له خپل هېواد او خاورې سره ده فکر نه کوم د بل قوم دې له خپل ملت سره وي. ولې دلته خبره بله ده دغه قوم څوک په کراره نه پرېږدي چې حکومت وکړي، يوه پياوړې اداره او ديپلوماسي جوړه کړي، کدرونه و روزي او هغه بيا و ګوماري، ترڅو د دې کار په کولو برياوې رامنځ ته شي اودې ملت هم د دې پرمختګونو او سياستونو په ترلاسه کولو سره د جګړې لعنتي توک له خپلې غاړې څخه لرې کړي.
 
دا خبره به ناممکنه وي چې افغان ملت جګړې ته د پای ټکی نه شي اېښودلی بلکې په هېڅ ډول سره جګړه څوک نه خوښوي، جګړې ډېر ځوانان تر خاورو لاندې کړل، جګړې ډېرې مورګانې بورې کړې، جګړې ډېر روغ روغ بلډنګونه او ودانۍ نسکورې کړې، جګړې ډېر ځوانان له علمي مرکزو څخه بې برخې کړل لنډه دا جګړه دې په هغه چاه مبارک وي چې هغه له سره افغان نه دی او د افغانيت په کلمه او حکومت جوړولو شرمېږي په يوه او بله بهانه له سولې ځان پټوي او نه غواړي جګړه ختمه کړي او په ځای  سوله د افغان ملت لپاره راولي ترڅو د دې کار په نتيجه کې موږ هم د برياليتوب سور تاج ملت ته په سر کړو.
 
  څرنګه چې زموږ هدف د جګړې په وړاندې مبارزه کول دي او غواړو په خلاص مټ سره حکومت وکړو بلکې دا ستونزې به تر هغه وخته پورې را سره روانې او ملګرې وي ترڅو افغان ملت له جګړې خلاص شوی نه وي او په دوي دغه تپل شوې جګړه ختمه شوې نه وي فکر نه کوم چې له دې خبرې دې پرته په خپله په هېواد کې دننه او بيا د سيمې په هېوادو کې سوله راشي بس جګړه به حاکمه وي لکه دوه مخې ډمه د غدارانو په مخ کې  به ګډېږي او ولس به بې ځايه وژل کېږي.
 
موږ په افغانستان کې ډېر ځوانان په خپل جوش سره و ليدل چې خپل کارونه اوخپلې قيمتي زده کړې د افغان مشرانو لپاره د جهاد او جګړې پر مهال پرېښودې او خپل مشر پسې د جهاد او جګړې ډګر ته لاړل کله چې دغه جګړه وګټل شوه بيا دې خلکو هغو ځوانانو ته د خپل قيمتي وخت د لاسه ورکولو په وړاندې هېڅ ونه کړل او هماغسې تش په ميدان پرېښودل چې دا هم د خپلې کورنۍ او بيا د افغانستان لپاره يو سردرد جوړ شو ځکه بې سوادي د يوه ملک لپاره  تر ټولو ناروغيو يوه خطرناکه ناروغي ده چې څوک پرې اخته وي.
 
 دا چې نن موږ په جګړه کې ښکېل پاتې شوی قوم يو او غواړو له دې ستونزې ځان او خپله کورنۍ خلاصه کړو په کارده په سولې په سې په خپله لاړ شو او هغه خپله کړو، ځکه شمعه هېڅکله په پتنګ په سې نه ځي پتنګ په شمعې په سې ورځي، نو موږ ته هم په کارده سولې په سې  لاړ شو او دا په موږ نن فرض ده چې جګړه پرېږدو او د سولې لاره خپله کړو ځکه موږ په دې خاوره کې په خپلو ګناه ګارو سترګو هغه څه وليدل چې هېڅکله د هېرولو نه دي او هغه ظلمونه د پېغلو په عزت وشول چې تاريخ به يې قبول نه کړي او نه به دغه څېرې په خپلو پاڼو کې و بخښي چې دغه ناروا کړنې ټولې موږ ته له جګړې څخه په ميراث را پاتې دي او و مو نه شو کولای د جګړې لمن نوره په دې خاوره کې ټوله کړو.
 
له کوم وخت څخه چې موږ په جګړه کې ښکېل پاتې شوي او بې ځايه وژل شوي يو، تل مو په سولې پسې په خپله خاوره کې اوښکې بهېدلي چې هغه خپله کړو، ولې د هېواد او ملت دښمنانو دې ته نه يو پرې ايښي چې موږ دې هم لکه د نورې نړۍ ملتونه په سوله کې ژوند وکړو او د جګړې هغه بدې انګازې چې نن يې زموږ په ذهن کې ځای نيولی هغه د سولې په خپلولو لرې کړو داسې وخت رانه غی او نه به د داسې څېرو په شتون کې رامنځ ته شي چې افغان ملت دې هم لکه د نورې نړۍ ولسونه د برياليتوب په زين کړي آس سپاره شي اوخپل بار دې د منزل او هدف ځای ته و رسوي.
 
په دې ځای اودې ناوړه سياسي لوبه کې به هله افغانان خوشحاله شي چې له دې خاورې څخه نوره د جګړې لمن ټوله شي او ځای سوله خپل کړي او هغه ډلې هم له دې کار څخه لاس واخلي کومې چې په دې لوبه کې ښکېل پاتې دي او دغه ملت بې ځايه وژني، کورونه يې لوټوي، سرمايې خوندي نه دي، بې کاره سياسي څېرې پرې په حکومتي او غيرې حکومتي ادارو کې حاکمې دي. لنډه دا ډېر عوامل دي چې دغه ملت ورسره نن لاس او ګرېوان پاتې شوی او نه شي کولای ځان او کورنۍ ترې خلاصه کړي او د خپل  برياليتوب په لور ګامونه واخلي.
 
په افغانستان کې د جګړې پر مهال له ښارونو اوکليو نه په اصطلاح هغه غوړې لمبې پورته شوې چې په پايله کې ګټه د تل لپاره (اوو اتو) لنډغرو ته په لاس ورغله او ولس همداسې د دې ناوړه سياسي لوبې ښکار شو او دوي ترې په نتيجه کې غوړې څڼې را و وتل او نن په ښکلو ماڼيو کې ناست دي، په خپلو پنځه شپږ لوېشتو ږيرو لاسونه را کاږي او ولس په بيابان يوه خيمه نه لري چې هغه د ځان لپاره و وهي او همداسې له پرديو ملکونو په ځانګړې توګه د سيمې له هېوادو را شړل کېږي.
 
دلته افغان ولس همېشه د خپل مشر او رهبر په انتظار کلونه کلونه په بيابان ولاړ پاتې او همداسې پاتې شوی او دوي يې غولولي او دا ورته په غوږ کې ويل شوي چې موږ به تاسو ته سوله راولو، خو تاسو په جهاد، چاودنو، ځان وژنو، پلونو، ودانيو او د ښوونځيو په سوزولو لاس پورې کړۍ، کله چې سوبه ګټل شوې ولس همداسې په درانه خوب پاتې شوی، دوي هرڅه ترې خپل کړي او ترې تللي دي چې تراوسه پورې همدغه ملت په دې هيله شپې او ورځې تېروي چې کار به پيدا کېږي، سوله به راځي، ښوونځي به بيا له سره ابادېږي، الکترونيکي تذکرې به وېشل کېږي، عادلانه ټاکنې به ترسره کېږي، ولې هېڅ ونه شول لعنت دې وي په داسې مشرانو او سياستونو چې دوي د خپل عمر په اوږدو کې  وکړل او افغان ملت يې و غولولو.
 
لکه څنګه چې موږ په جګړې او د هغې په تباهۍ دلته خبرې کوو نو موږ په نړۍ کې زښت ډېر خلک په ځانګړې توګه مشران ليدلي چې هغوي خپل ملت او هېواد له جګړې څخه ساتلی، موږ د ډېرو لويو ارادو او لوړ عزم خاوندان ليدلي اوکتلي دي ولې نه په ګرمۍ دي او نه په يخنۍ، نه وږي کېږي او نه تږي کېږي، نه ستړي کېږي او نه په دې عمر کې ستومانه کېږي، دا له کاڼي او اوسپنې نه کلک د مضبوطې ارادې خلک دي او تل په دې هڅه کې دي چې خپل ملت ته سوله او خوشحالي راولي او خپل ملت له جګړې څخه و ژغوري چې افغان مشران بايد له هغوي سره نور ځان برابر کړي.
 
افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه هغه قوم دی چې خدای (ج) د جګړې په وړاندې لکه د غره هغومره مضبوتيا او د ځمکې هغومره صبر ورکړی دی بس تل دوي په جګړه کې ژوبل شوي، وژل شوي ګنې دوي کوم جګړه مار قوم نه دی او نه دوي جګړې خوښوي، بلکې دا هغه ناوړه جګړې دي چې تل د تاريخ په اوږدو کې په دغه قوم تپل کېږي او له بل هر چاه بيا دغه قوم په دې خاوره کې په کې ډېر وژل کېږي او وروسته پاتې کېږي چې د دې لپاره هم يو بهبود او لاره لټول په کاردي چې نور د افغانستان سياسي لوبغاړي لاس په کار شي او دغه ملت له بې ځايه وژنو، بې کارۍ او اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزو څخه خلاص کړي.
 
جګړه هغه څه ده چې ډېرې خواوې په دې خاوره کې په کې ښکېل پاتې شوې او يوې ډلې هم په رښتينې توګه ونه شو کولای دغه ستونزې د ملت په ګټه هوارې کړي او ملت هم دې خلکو ته سترګې په لار پاتې دی چې کله به جګړه ختمېږي او بيا به موږ د هېواد د آبادولو لپاره په خپلو کارو پيل کوو چې د دې کار په کولو سره به برياليتوبونه خپلېږي، زده کړې به ترلاسه کېږي، سياستونه به کاميابېږي، آبادۍ به ورسره کېږي، اقتصاد به ورسره وده کوي، فرهنګ به پياوړی کېږي، هو که چېرته سوله راځي او که سولې ته کار نه کېږي، همدغه جنګسالاران په واک کې پاتې کېږي، بيا فکر نه کوم چې سوله دې هم خپل ځای ونيسي دا به بيا هسې يو خوب ليدل وي او جګړه مارې ډلې به يوځل بيا په مستۍ راځي او د کابل له ښکلي ښار څخه به يوځل بيا سرې لمبې پورته کېږي او ښايسته او تورسرې پېغلې به په تور پنجاب او اروپا کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي چې مسؤليت به يې په همدې موجوده سياستوالو وي.
 
د افغانستان په جګړه کې د دې ولس په وړاندې هر څه وکارول شول، په هره خبره مشرانو خپل باور د ملت په وړاندې له لاسه ورکړ، ملت هم له مشرانو له دې وروسته خپل حق او حقوق غواړي،د  صبر او حوصلې کاسه نوره د غدارانو په وړاندې نسکوره شوې دا به څومره حوصله وي چې افغان ملت يې د بې ځايه وژنو په وړاندې وکړي دا هغه خبرې دي چې د افغان ولس بې ځايه په جګړه کې د ښکېلولو په اړه په دې ځای کې و شوې او موږ ته په کارده له هرې  لارې چې کېږي له دې کار څخه ځان او ولس خلاص کړو ترڅو نور بې ځايه د دې لوبې ښکار نه شو.
 
لکه څنګه چې دا خبره ټولو ملتونو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې اکثريت قوم پښتانه دي او دغه قوم مو چې له نورو قومونو سره پرتله کړ دا خبره ترې څرګنده شوه چې دا خلک د ډېرو ښو خوبيو او ښو خويونو مالکان دي، ميلمه پاله دي، زړه ور دي، با عزته دي، ولې يو دوه عيبه هم لري چې عيبونو يې هغه ټولې خوبۍ په لوی سيند لاهو کړي دي، يو عيب يې داده چې په ده کې خود غرضي ده، دې خود غرضۍ له دوي نه په خپل منځ کې مينه محبت او يووالی اخيستی او دوي يې په هغه نا معلوم سيند لاهو کړي چې کله به هم پيدا نه شي هر مشر سره د خپل ځان فکر او غم وي، ولې دې خلکو سره د قوم  هېڅ خيال نه شته دی.
 
دوهم په ده کې تشدد دی ځکه د خپل ورور او د چم ګاونډ خلکو سره د دوه عيبونو د ده هغه خوبۍ ټولې ورته په سيند لاهو کړې دي، د مينې او محبت او ورور ولۍ په ځای په ده کې نفاق پروت دی، پردۍ، جنبې دي، ډله بازۍ دي، ځکه خو د پښتون بچی د جنت په شان په دې ملک کې په ګېډه نهر،په تن بربنډ، په سر سر تور او بې زده کړې پاتې شوی دی، خو د دې ستونزې د هوارولو لپاره په کارده يو لړ چارې په لار واچول شي ترڅو دغه قوم له دې حالت څخه خلاص شي او هغه څه يې په برخه شي چې دی ورته نن په دې جګړه ييزه خاوره کې اړتيا لري.
 
موږ ته په کارده په دغه خاوره کې د دې ستونزې په وړاندې خپل ولس په ځانګړې توګه پښتانه خپل قوم وګڼو ځکه موږ د يوه بابا اولاده يو دا چې سره بېل کړي او پرېکړې يو دانو بيا د دښمن هنردی چې په دې کار بريالی شوی دی، موږ بايد له يو بل څخه په ښه توګه خبر شو ترڅو هغه ستونزې چې زموږ  په منځ کې دي هغه مو په ډېره ښه توګه له منځه وړې وي او ځان مو د نړۍ يو بريالی قوم ګڼلی وي.
 
دا نن چې په نړۍ کې کوم قوم د جګړې په وړاندې پرمختګ کړی هغوي لومړی جګړه شاته غورځولې، هغه هم زموږ په څېر انسانان دي، هغوي په خپل ذهن کار کړی دی، په موږ او هغوي کې کوم ځانګړی توپير نه شته دی، نه د هغه د بدن کومه برخه له موږ څخه ډېره او يا پياوړې ده، ولې هغه له خپل ذهن څخه په پوره توګه کار اخيستی او خپل ذهن يې په لاره اچولی چې نن د ښې ګټې مالک دی او بريالي کسان ګڼل کېږي.
 
ولې توپير صرف دومره دی چې په هغوي کې پياوړی قوميت، يووالی، ورور ولي ده، په هغوي کې محبت او همدردي ده، په هغوي کې هر يو کس چې دی هغه زموږ په شان خود غرضه نه دی، له هغه سره د ځان په ځای د قوم او ملک د آبادولو فکر دی، ولې هغوي په دې راز ډېر ښه پوه شوي دي چې يوازې د يوه سړي يا يوې کورنۍ په آبادېدو قوم او ملک نه شي آبادېدای، ترڅو ټول ملت سره لاسونه يو نه کړي او دښمن په ګونډو نه کړي نو ممکنه ده چې پرمختګ دې رامنځ ته شي او د جګړې په وړاندې دې يوه پياوړې مبارزه وشي.
 
 څنګه چې په دې باره کې اسلام هم موږ ته د انفرادي ژوند په ځای د ټولنيز ژوند زده کړه راکړې ده، نو ځکه موږ ته هم په کارده افغانستان چې د ورانۍ په حال کې ده هغه آباد کړو، سياسي دښمنۍ او د چوکيو وېش پرېږدو، هغه چا ته کار ورکړو چې هغه کې خو د دې کار وړتيا موجوده وي، نه چې موږ يې په هره اداره او رياست کې شمار پوره کوو چې پنځوس چوکۍ زما او پنځوس ستا فکر کوم دا به برياليتوب او پياوړی سياست نه وي، دې ته بايد په سياست کې جهالت و وايو چې څوک بې ځايه د چوکۍ لپاره د لوړې قسمونه د دوه دېوالونو ترڅنګ کوي، تاسو که د نر ځامن ياست بېرون له ارګ څخه  و وځۍ چې ملت تاسو په تيږو ولي کنه ملت او نړېوال ملتونه ستاسو په ناکامه سياست پورې خاندي، دا به زموږ د سياستوالو لپاره د کيميا، رياضي او فزيک يوه غلطه فارموله او تجربه وي، برياليتوب به په يووالي او کار د اهل کسانو په سپارلو کې وي چې عملي شي او له ټيټ رتبه کار کوونکو څخه د کار په وړاندې پوښتنه وشي تر څو ورسره د برياليتوب يوه غوره فضا په اداري چوکاټ کې رامنځ ته شي.
 
نن په داسې يوه حالت کې قرار لرو چې د بې ځايه شکونو او بې اعتماديو د پيدا کېدو له امله په ملک کې مو د مشرانو له لاسه رنګا رنګ خبرې خورې دي او خلک هم په دې شک کې دي چې دغه مشران نور څه غواړي، پيسي امکانات، چوکۍ، واک، زر، ښځې او توره خو ټول له دوي سره دي ملت ته هم څه کول په کاردي اوکه همداسې يې په تش نس ويده پرېښودل په کاردي چې نه خوب ورشي او نه د روغتيا په جامه سمبال شي، خو دغه نيمګړتيا او غلطۍ ټولې په سياسي مشرانو پورې نن اړه لري او په هغوی کې موجودې دي چې ملت ورسره داسې سر ګردانه، ليونې او سر په صحرا دی.
 
موږ جګړه مار نه يو، جګړه د بل چاه ده، پر موږ يې تپلې ده چې پرون هم په جګړه کې وو، نن هم يو او که دا حالت وي سبا به هم يو، خو په کارده خپل ملت او نړېوال په دې پوی کړو چې زموږ ملک يو اسلامي او جمهوري او سوله ييز ملک دی نور په کار نه ده چې دومره دې و وژل شو ځکه دا دومره قربانۍ چې مو ورکړې کوم ګلان راته چاه په غاړه کې واچول چې ويلي وای افغان ولس يو باغيرته او ننګيالی قوم دی، پرته له ورانيو، وژنو او ځانمرګو مو بل څه په دې خاوره کې ونه کړل او نه مو د آبادۍ او پرمختګ لپاره کوم پلان او ساختمان جوړ کړ چې موږ بايد په دغو آباديو لاس پورې کړی وي، ترڅو مو ملک ودان شوی او هېوادوال  مو خوشحاله شوي وي.
 
 څرنګه چې په افغان ولس جګړې تپل شوي او د دوي په حق  او حدودو چې کله تېری شوی بيا دوي تورې ته لاس کړی او په جګړه لاس پورې کړی او نن هم که له نړېوالو څه غواړو نو هغه هم تش د افغان ملت حق غواړو چې نور دې دغه وژنې بندې شي، دغه ملت دې نور په جګړه کې د کورنيو او بهرنيو مشرانو له  لاسه په جګړه کې نه ښکېل کېږي چې له سياسي پرمختګونو څخه وروسته پاتې شي ځکه دا ملت هم د دې حق لري چې برياليتوب خپل کړي او د برياليو ملتو په ليکه کې نور ودرېږي.
 
جګړه دې چاه خوښه ده؟ موږ همېشه سوله نارې وهو دا خو دوه متضادې خبرې دي پاتې شوه جګړه نو دې ته به کله افغان ملت په يوۍ اسانۍ غاړه کېدي چې له دې وروسته دې دوي بې ځايه و وژل شي، موږ خو جګړې ته په خپله خوښه نه ځو او نه غواړو بې ځايه دې و وژل شو او يا دې عيبي شو، ولې دښمنان او د افغان ملت قاتلين مو په زور او د پيسو له لارې بيايي، دا څلوېښت کاله چې زموږ ملت په جګړه او جېل کې تېر کړل نو حکومت دې نن دې ملت ته و وايي چې د دې خلکو څه ګناه وه دا مو په څه تېر کړل اخر موږ ته خودې هغه خپل جرم و ښيي؟ خو موږ ملت هم د دومره لويې جګړې مسؤليت لومړی په خپلو مشرانو او بيا په نړېوالو دښمنانو وراچو چې افغان ملت يې د دې جګړې د خوړلو  ښکار کړ.
 
موږ تل په داسې يوه ناوړه حالت کې قرار نيولی دی چې هېڅ چاه خپل حق نه دی راکړی پاتې شوه د سولې خبره، موږ ته په کارده خپل حق او ترڅنګ يې سوله خپله راولو، دغه نن چې هره ناخواله زېږېدلې ده دا ټوله د جګړې له لاسه ده، جګړې نه يو پرې ايښي چې موږ دې هم بريالي شو او خپل منزل او موخې ته دې و رسېږو دا پوښتنه خو به هغه وخت پيدا کېږي څه وخت چې ګټه وشوه او افغان ملت په خپله خاوره کې په ګټه سپور شو او ګټه خو لا شوې نه ده او ګټه چې کېږي، نو د خلکو په همت او په اقبال به کېږي او ملت ته هم په کارده چې د سولې او ګټې په اړه نور له حکومته د دې غوښتنه وکړي او خپل ځان يو ژوندی قوم محسوس کړي چې جګړه نوره په افغانستان غوندې يوه غريب هېواد کې بس ده.
 
هغه لوبې چې په افغان ملت او په ځانګړې توګه په پښتنو د تاريخ په اوږدو کې و شوې فکر نه کوم د نړۍ په نورو ملتو دې شوې وي اودومره دې زورول شوي وي، موږ به هېڅکله دغه ظلمونه او نارواوې نورې په خپل ځان ونه شو منلی او نه به دغه ظالمان و بخښل شي، خو خير په هر ډول د داسې لوبو مخنيوی کول هم په کاردي او که شاه ورته کول په کاردي، بيا به يې مسؤليت هم دومره غټ وي چې د افغانستان نيمايي نفوس به يې خپلې اوږې ته پورته کولای نه شي چې ځان ورڅخه خلاص کړي.
 
دا چې تل موږ په جګړه کې ښکېل پاتې شوی قوم يو او په تاريخ کې موږ له چاه څخه د خپلو وينود توېدلو بدله نه ده اخيستې نو دا ورته وايو موږ افغانان مسلمانان يو او مسلمان له چاه سره ظلم نه کوي او نه په يوه آساني له چاه بدله اخلي چې د چاه وينه دې بې ځايه تويه شي او دوي دې د نړۍ نور قومونه په عذاب کړي څرنګه چې زموږ ملت په هره خاوره او هره سيمه کې تل د دوي له لاسه په عذاب کې را ګير يو ملت دی.
 
د افغانانو په جګړه کې ښکېل پاتې کېدل نه خوښېږي او نه د دوي فطرت دا خوښوي چې هره لوبه نن په دوي ترسره کېږي دا نړېوالې معاملې او د دې ملت په سر سوداوې کول دي او دوي دا هېڅکله نه خوښوي په زوره دې په دوي حکومتونه وشي او افغانان دې تر ولکې لاندې راوستل شي خو په هر ډول په زورکلي نه کېږي او په دې قوم چاه په زوره حکومت نه دی کړی او نه يې دا خلک په زوره د راستې ميدان ته راکش کړي دي او نه په تاريخ کې دې کار کومه مثبته پايله ورکړې ده.
 
څرنګه چې د تاريخ په اوږدو کې هر دښمن کوښښ کړی افغان ملت د کمزوری شي او د هغوي د کمزوري کولو لپاره هغوي زموږ دا ملک او قوم توکړې توکړې کړی دی او زموږ د ملک او مشرانو نومونه يې په ننني سياست کې تر پښو لاندې او ورک کړي دي، نو موږ وايو چې دا به د راتلونکو سياستونو او ولسونو لپاره څومره چې فکر کوو هم ښه به نه وي او دا قوم به همدومره نور هم د نورو دښمنانو له خوا زورول کېږي او حق او حقوق به يې تر پښو لاندې کېږي.
 
افغان ولس بايد له دې وروسته خپل کار اوکسب ته پاملرنه وکړي، د نورو د لاس اله ونه ګرځي، مشران دې مهرباني وکړي دا خپل ټوټه شوی هېواد دې يوځای کړي او يو پياوړی مشر دې د هغه لپاره و ټاکي ترڅو به له موږ سره دا ظلمونه کېږي، ترکله به د بهرنيو د چاودنو ښکار کېږو، ترکله به بهرني جاسوسان او د نړېوالو لاسپوسي پر موږ حاکمان وي، ترکله به زموږ له ملک څخه د اور لمبې پورته کېږي او د دغو لمبو ښکار به همدغه افغان ولس کېږي، موږ بايد په دې پوه شو چې له کومې لارې له موږ سره دغه ظلمونه کېږي او ترکله به له دې بحران څخه په امن کې پاتې کېږو.
 
که چېرته موږ په خپل سياست اوخپلوسياسي څېرو لږ غوندې نظر وکړو، هغه د راستۍ ډګر ته کش کړو دا خبره به ترې څرګنده شي له کومې ورځې راهيسې چې زموږ په خاوره کې دوي د جګړې اور بل کړی نو په دغه جګړه کې له بل هر چاه پښتانه د دې جګړې ډېر قرباني شول، بې زده کړې همدا قوم ډېر پاتې شو، له خپلو حقوقو همدغه قوم محروم پاتې شو.
 
دا به زموږ يوه لويه او ستره ګناه وي چې له دې وروسته به پښتانه په سياست کې برخه نه اخلي، هغه به مطالعه نه کوي، په هغه کې به تر خپلې وسې پورې دوکتورا نه اخلي او ځان د افغانستان له ننني مرګوني سياست څخه چې ټول د همدوي په کور ورګډ دی ځان او خپله سيمه نه خلاصوي، موږ بايد سياسي، فرهنګي او ټولنيز شعور په خپل ځان کې پيدا کړو، په خو او غوره او عالي افکارو د خپل ژوند د ښه کولو لپاره فکر وکړو، ترکله به زموږ په ګرېوان کې د نورو لاسونه پراته وي يوې او بلې خوا ته به مو کش کوي، موږ هم د نړۍ يو پياوړی قوم يو کولای شو هر څه په خپله وکړو.
 
دا چې د افغانستان نړېوال دښمنان غواړي افغان ولس دې ورک شي، هغه دې په جګړه کې ښکېل پاتې شي، ولې موږ په خپل غيرت او خپلې ايماندارۍ سره خدای پاک ورک نه کړلو، په تشدد او ظلم باندې قومونه ورک شوي نه دي او اوس غواړي په نورو طريقو موږ ورک کړي چې هغه اقتصادي، سياسي، فرهنګي او انتحاري طريقې دي چې دې خلکود دغه ولس لپاره په لاره اچولې دي او تل کوښښ کوي په افغانستان کې سياسي فضا خرابه کړي او خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي.
 
خو افغان مشرانو ته هم په کارده د داسې ستونزو په وړاندې چې څلوېښت کاله زموږ په خاوره کې پر موږ حاکمې دي ځان خلاص کړو، خپل ملت او خپل قوم په ښه او بد سره پوی کړو، پرې جنبې، دښمنۍ، سياسي دښمنۍ پرېږدو او خپل ملک کې له دې شته تباهۍ او بربادۍ نه ځان بچ کړو، ځکه دا ملک د ټولو قومونو ګډ کور دی او په کارده دغه کور په ګډه ودان کړو.
 
په همدې توګه د دغه وران ملک آبادول نن په خان، ملا، طالب، جنرال، داعيش، القاعده، په ما او ټولو فرض دی او بيا په سترو او پياوړو مشرانو فرض ده چې ټول سره لاسونه يو کړي دغه ملک نور له دې مصيبت څخه وژغوري او ولس له دې ناوړه سياسي لوبې خلاص کړي، د دې تيږه کېدي چې ملک به آبادو، ملت ته به کار کوو، خو څومره چې نن فکر کوو، داسې سياسي څېرو ته موږ مشران نه شو ويلای، دا غلامان دي او د غلامۍ زنځير د دې خلکو په غاړه کې پروت دی، دوي هېڅکله هم نه شي کولای د خپل بادار له اجازې پرته په دې خاوره کې دې يوه خښته د ابادۍ له پلوه کېدي او دغه ملک دې څه ناڅه آباد کړي او يا دې امنيتي فضا جوړه کړي.
 
د ښه حکومت او جګړې پای ته رسولو لپاره څومره چې نن فکر کوو هر چاه ته په کارده په دې لوبه کې خپله برخه واخلي او دغه د سولې ګټه خپل کور ته له ځان سره يوسي او نور پرې نږدي چې جګړه دې په دې قوم او دې خاوره حاکمه شي او مشرانو ته هم په کارده له دې کړاو څخه ځان خلاص کړي او د سولې دردمند ته خپله ځولۍ وغوړوي دا ملک د همدې خلکو دی او په دې ملک کې فکر نه کوم څوک دې له موږ څخه حق و خوړلی شي نن که موږ ته څوک په دې خاوره کې بې ځايه ګواښېږي او موږ هم ورته بې ځايه خپل ذاتي او د غلامۍ غرضونه پرېښودل نو بيا هېڅوک زموږ حق نه شي خوړلی او نه پر موږ څوک بريالي کېدای شي همدغه موږ  به يو چې په هره چاره کې به په دښمن برلاسي يو.
 
دا هغه له حقيقتونو ډکه او له دروغو پاکه وينا او پيغام دی چې موږ يې د خپل ژوندي ملت او خپلو ځوانانو لپاره وړاندې کوو، هغه ځوانان او ملت چې تل د بل د ګولۍ ښکار شوي، خپله کورنۍ يې له منځه تللې او جګړې دومره اوږدې شوي چې هر ځوان او هره پېغله په کې بې خوبه شوې، د ماشومانو له سترګو اوښکې بهېدلي، مورګانې زورېدلي، ځوانان په خپل غيرت له ملکه تللي چې نن د اروپا او امريکا په ښارونو کې پردۍ مزدورۍ ته ناست دي او د کار په لټه کې دي چې هغه ګټلې توښه به بيا خپلې کورنۍ ته را لېږي او دلته به يې بيا مور او پلار پرې ورځ تېروي.
 
دلته هغه تياره خوره ده چې جګړې له دې خلکو څخه هر څه واخيستل، ډيوه مړه شوه، تياري خورې شوې، د ډوډۍ د پيدا کولو لپاره بازارونه تړل شوي، ځوانان د ناهيلۍ په ناوړه خوب د چرسو او ترياکو په نشو د کابل تر لويو پلونو لاندې ويده دي، هره ورځ زموږ لوړ پوړي چارواکي په همدغو پلونو سهار او مازيکر ځي او راځي دومره څوک نه شته چې دې ځوانانو ته يې لږ غوندې د نشې په اړه هدايت کړی وای او دا خلک يې له دې کار څخه ژغورلي وای تر کله به موږ په داسې جنجالونو کې ګير پاتې يو.
 
موږ هم پرمختګ غواړو، برياليتوب ته اړتيا لرو، زده کړه فرض ده، کار غواړو، په دولت کې د مشاورينو ختمول غواړو د يوه مشاور په تنخوا په هېواد کې شل ځوانان په کار ګومارل کېږي، نوره نړۍ هم دومره مشاورين لري که يوازې په افغان حکومت کې د مشاورينو دود دومره پياوړی دی او مشران ورته اړتيا لري دا چې زموږ مشر په کار نه پوهېږي بيا مشاورين به ده ته څنګه کار ور وښيي او کارونه به مخ په وړاندې بوزي دا ډېره يوه د شرم او افسوس خبره ده چې هر مشاور په دومره لوړو معاشونو ګومارل کېږي او بيا له هغه د کار هيله کېږي، ملت هېڅکله داسې څېرې او مشاورين نه غواړي.
 
دلته په کارده د هرې ستونزې له پيدا کېدو څخه مخکې له مخکې بايد شانداره مراسم او تصميمونه و نيول شي او ملت بې ځايه ونه زورول شي او نه دې ته اړ کړای شي چې هغه دې خپل هېواد پرېږدي او په پرديو هېوادو کې دې د کډوالۍ شپې او ورځې تېرې کړي.
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ