ډیبورا لیونز ، کاناډايي دیپلوماته د یوناما مشره وټاکل شوه

روهي(څلور نۍ/۶ د وري)، ډیبورا لیونز ، کاناډايي دیپلوماته د یوناما مشره وټاکل شوه. میرمن لیونز په افغانستان کې یې هم د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلنو په موده کې د کاناډا د سفیرې په توګه دنده سرته رسولې ده. میرمن لیونز د یومانا د رئیسې په توګه د ټاکل کیدو وړاندې په اسرائیل کې د کاناډا د سفیرې په توګه کار کوه.
 
 
ډیبورا لیونز په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانکړې استازې په توګه کار پیلوي چې د یوې خوا په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره هڅې کړندۍ شوي او د بلې خوا د جمهوري ریاست د تیر کال د ټاکنو د پایلو د اعلان وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د اجرائیه ریاست د پخواني رئیس عبدالله عبدالله چې ځان یې د ټول شموله حکومت د جمهور رئیس په توګه اعلان کړی جنجالونه لا هم روان دي چې په دغه هیواد کې یې سیاسي شخړې زیږولي دي.