کابل کې پر درمسال برید کې ۲۵ کسان ووژل شوه

روهي(څلورنۍ/۶ د وري)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې وشو او شاوخوا شپږ ګړۍ وروسته پای ته ورسېد.شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي.
 
کابل کې د امریکا سفارت د ننني برید د قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یوه ټوېټ کې دا برید غندي چې پکې د عبادتځي په نښه کولو سره بې ګنا خلک زیانمن شوي دي.کابل کې د پاکستان سفارت خپل ټوېټر کې ویلي چې د کابل برید غندي.
 
د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.که څه هم لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویل چې ممکن څلور بریدګر دې حمله کې ښکېل وي، بیا یې وویل، چې دوه بریدګر وژل شوي دي، خو اوس اعلامیه کې را غلي، د یوه وسلوال په وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد.