سهېل شاهین وایي، د افغان حکومت ‎د بندیانو له تخنیکي ټیم سره د طالب بندیانو د خلاصون په اړه ګډ وېډيويي کنفرانس لري

روهي(څلورنۍ/۶ د وري)، د روانې مارچ پر ۱۴مه، ټاکل شوې وه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د طالب زندانیانو لومړۍ ډله خوشې شي، خو د افغانستان د امنیت شورا ویلي وو، د دې زندانیانو د خلاصون پر څرنګوالي کار روان دی.
 
 
په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، له سور صلیب، امریکايي او قطر له استازو او د افغان حکومت ‎د بندیانو له تخنیکي ټیم سره د طالب بندیانو د خلاصون په اړه ګډ وېډيويي کنفرانس لري.
 
 
سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، دا ګډ وېډيويي کنفرانس به د دوحې پر وخت د چارشنبې په ورځ  دوولس نیمې بجې پیلېږي او د طالبانو د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم به هم ګډون پکې ولري. ښاغلی شاهین زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پربنسټ به، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو او همداراز د افغان حکومت اړوندو بندیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره شي.