فرانسه کې د کورونا ویروس له امله ۲۴۰ نور کسان مړه شوي

روهي(څلورنۍ/۶ د وري)، فرانسوي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۲۴۰ نور کسان مړه شوي او دې سره د ټولو مړه شویو شمېر یوولس سوو کسانو ته ورسېد.فرانسه، له چین، ایټالیا، ایران او اسپانیا وروسته پنځم هېواد دی چې د کورونا ویروس له امله پکې له زرو ډېر کسان مړه کېږي.
 
نړۍ کې له کورونا ویروس د اغېزمنو شمېر څلور لکه اوولس زرو ته پورته شوی او له دې ناروغۍ د مړو شمېر هم اتلس زره ۶۱۵ ښودل کېږي. د فرانسې د روغتیا ادارې مشر جرمي سالومن وايي، دغه هېواد کې ۲۲ زره ۳۰۰ کسان په کورونا اخته شوي چې دولس سلنه تر تېرو ۲۴ ګړیو ډېر دي.
 
که څه هم له دې ناروغۍ ایټالیا کې ډېر کسان مړه شوي خو په کورنا د اخته کسانو شمېر چین کې ډېر دی او ۸۱ زره ۵۹۱ ته رسېږي، خو ایټالیا کې دا شمېر ۶۹ زره ۱۷۶ دی.