کورونا وېروس له کبله  هند خپل له یو میلیارد ډېر وګړي په کور کېنوي

روهي(څلورنۍ/۶ د وري)، د هند لومړي وزیر اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره به په ټول هېواد کې ګرځ بندیز لګوي او ټول ځایونه به بند وي. له دې ګام سره به د هند ټول نفوس، چې ۱ اعشاریه ۳ میلیارده وګړي دي، په کورونو کېني. دا بندیز به سې شنبې د شپې له ۱۲ بجو پیلېږي او ۲۱ ورځې به دوام کوي. پاکستان کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۹۵۸ ته رسېدلی دی او ۷ کسان تر دې دمه د دې وېروس له کبله وژل شوي دي.
 
 
لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل ولس ته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل،‌ له کورنو په وتلو به بشپړ بندیز وي. هند کې تر دې دمه د کورونا وېروس ۵۱۹ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي، او لس کسانو خپل ژوند بایللی. د ایټالیا حکومت ویلي چې یوازې د سې شنبې پر ورخ په دې هېواد کې ۷۴۳ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي.‌
 
 
هند روانه اوونۍ په ازمېښتي ډول دا بندیزونو لګولي وو، خو اوس یې د پلي کولو رسمي پرېکړه شوې ده.د ټولې نړۍ په کچه له ۴ لکو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي، او تر دې دمه ۱۷ زره کسان د دې وېروس له کبله وژل شوي‌ دي.‌