امریکا پر ظریفه غفاري برید غندلی دی

روهي(څلورنۍ/۶ د وري)، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د میدان وردګ ولایت پر ښارواله ظریفه غفاري برید غندلی دی. ظریفه غفاري درې اونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو سږنۍ جایزې ته غوره شوه.
 
 
د امریکا حکومت له افغان چارواکو غوښتي چې د دې پېښې پوره پلټنې وکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې د مېرمن غفاري پر ګاډي یې برید کړی دی.افغان حکومت مني چې نامالومو وسلوالو د ظریفه غفاري پر موټر ډزې کړې دي. ۲۶ کلنه مېرمن غفاري د کابل لوېدیځ ته د یوه ناامن ولایت میدان وردګ د مرکز میدانښار ښارواله ده.
 
 
د کورنیو چارو وزارت وايي، د یکشنبې ورځې دې برید کې مېرمن غفاري او نورو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی. له طالبانو سره- چې د ښځو محدودونکی سیاست لري- د امریکا خبرې او د سولې توافق د مدني فعالانو او ښځو د حقونو لپاره د مبارزانو نیوکې را پورته کړې دي او وايي چې دا تړون د ښځو په هکله د طالبانو چلن ته له پام پرته شوی دی.