کرونا ويروس د روغتيا نړيوال سازمان له خوا د Covid-19 په نوم ونومول شو، چې د ۲۰۱۹ کال کرونا ويروس ناروغۍ مانا ورکوي. کرونا ويروس له SARS کرونا ويروس ۲ ته ورته والی لري. SARS Coronavirus 2 په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ز کالونو يوه نړيواله وبا او ناروغي وه چې د نړۍ ډېرۍ برخو ته يې ځان ورسولو.
اوس مهال کرونا ويروس د نړۍ انسانانو ترمنځ خپور شوی او د خپرېدو په حال کې دی. له انسانانو وړاندې دغه ويروس په ماښام څکلکو کې وو. ماښام څکلکي عادي حيوانات دي چې د ځنګلونو ترڅنګ کليو او بنډو کې هم ژوند کوي. دغه ويروس په کم وخت کې له ماښام څکلکو، پتګولېن او ورپسې د انسانانو وجود ته دننه شو.
کرونا ويروس له چين خپور شو او د نړۍ ډېری هېوادونو ته يې ځان ورسولو. د ۲۰۱۹ کال تر وروستيو بيا د روان ۲۰۲۰ کال په لومړيو درېيو مياشتو کې دغه ويروس په نړيواله کچه تر ۱۰۹۵۷۸ کسان ونېول. او همدا ډول يې ۳۸۰۹ کسان ووژل چې ۳.۵ سلنه مړينه شمېرل کيږي.
د نړۍ په مختلفو هېوادونو او برخو کې د دغه ويروس د تلفاتو شمېرل توپيري دی. د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ مياشت کې چين کې د کرونا ويروس له امله د مړو شمېر شپږ سلنه وو خو په مارچ کې يې بيا کچه ۸،. سلنه ته راټېټه شوه. چين کې د تلفات راښکته کېدل دوه عمده لاملونه لري. لومړی دا چې چين په کم وخت کې پرمختللي رغتونونه او کلينکونه د دغه ويروس د درملنې او مبارزې لپاره ځانګړي کړل. دويم لامل دا وو چې د چين حکومت د کرونا ويروس د درملنې ترڅنګ وقايي تدابير ونېول، پر سيمو يې دوا وشېندله، تګ - راتګ يې محدود کړ او خلکو ته يې عامه پوهای ډېر کړ.
اوس مهال چين کې د انفلونزيا له امله د تلفاتو شمېر ۰،۱ او د کرونا ويروس د مړو شمېر ۰،۸ دی، چې له اته بيا ۳۵ سلنه ډېر تلفات دي. دا يادونې ده چې د کرونا ويروس د مرګ کچه د عمر پر اساس هم توپيري ده. هغه ماشومان چې عمرونه يې له يو تر نهو کالونو وي هېڅ په دې ناروغۍ نه دي اخته شوي. له لس بيا تر ۳۹ کلنۍ ۰،۲ سلنه خلک، له ۴۰ بيا تر ۴۹ کلنۍ پوري ۰،۴ او له ۵۰ بيا تر ۵۹ کلنۍ ۱،۳ سلنه خلک کرونا ويروس تر اوسه وژلي دي. تر ټولو ډېر مړه شوي کسان هغه دي چې عمرونه يې له ۶۰ کلنۍ پورته دي.
د عمر ترڅنګ هغه خلک چې له وړاندې د زړه ناروغۍ ولري او همدا ډول د وينې لوړ فشار سرطان او شکر په ناروغيو اخته وي، ژر په دې ويروس اخته کيږي او مړه شوي.
که څه هم کرونا ويروس اوس مهال نړۍ کې په چټکتيا د خپرېدو په حال کې دی خو چين او سويلي کوريا تر ډېره توانېدلي دي، چې د لا خپرېدو مخه يې ونېسي. د خلکو قرنطين کول، وقايي ټېسټونه او د روغتونونو ځانګړي کونه هغه چارې دي چې په يادو هېوادونو کې يې د کرونا ويروس چټکه خپرېدونه محدوده کړې ده.
کرونا ويروس په دې ګواښونکی دی چې په زياتو ناروغانو کې يې نښې - نښانې وروسته او يا هم کمې لېدل کيږي په داسې حال کې چې عمده نښې يې سخته تبه، ټوخی، ساه بندي او اسهال دي. د سږو ناروغۍ يا ARDS چې د سږو د التهاب لامل کيږي په اسانۍ سره د کرونا راتګ ته لار برابروي. هغه کسان چې عمرونه يې تر ۶۰ کلنۍ لوړ وي او په ورته وخت کې د سږو ناروغۍ يا ARDS ولري، سګرېټ څکوي او يا هم د زړه ناروغۍ ولري ژر د کرونا ويروس هدف ګرځي.
هغه کسان چې کرونا ويروس ولري نو د ټوخي او پرنجېدو پر وخت کرونا ويروس له يو تر دوه متره واټن کې شېندي. د ټوخي او پرنجېدو له لارې ويروس د روغ انسان خولې، پوزې او سترګو ته رسيږي چې هغه هم په دې ويروس اخته کيږي. نو په دې اساس اړينه شمېرل کيږي چې په کرونا ککړ کسان بايد يوازې وساتل شي او همدا ډول له سفرونه ډډه وکړي. د کرونا ناروغان چې هر کله نااغېزمن شوې سيمو ته سفر کوي ورته Imported Case وايي. کله چې د کرونا غړي او نېږدې کسان د يو اخته کس په وجه په کرونا اخته کيږي دې ته Local Transmission وايي او کله چې بيا دوی په يوې ټولنه کې د ويروس د خپرېدو لامل شي، ورته Community Transmission وايي. ټولنه کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره د نړۍ په هېوادونو کې ښوونځي، پوهنتونونه، سپورټي لوبې، راټولېدنې او نورې ګڼېزې چارې ځنډول کيږي او نور ګڼيز مرکزونه تړل کيږي.
هر کله چې يو کس په دې ويروس ککړ شي نو د پنځو ورځو دننه د کرونا ويروس نښې - نښانې په کې راښکاره کيږي. چې دغه دورې ته incubation دوره وايي. کرونا ويروس چين او له چين بهر له شخص څخه شخص او په ګڼيزه توګه خپور شوی او ډېرۍ بېلګې يې هم دا دي. کله چې د کرونا ويروس يو ککړ انسان يو کس ته دغه ويروس ورسوي نو ورته R-naught=1 او کله چې دوه کسان ونېسي نو ورته R-naught=2 وايي. هر کله چې R-naught له يو کم وي ورته peters out وايي، کله چې R-naught يو وي نو steady وايي، کله چې R-naught له يو پورته شي نو ورته د خپرېدو حالت وايي. اوس مهال په نړۍ کې د کرونا ويروس يو اغېزمن کس ۲،۲ نور کسان په دې ويروس اخته کوي.
د کرونا ويروس درملنه:
د مايعاتو څښل، ازاده فضا کې اکسېجن اخېستل، صابون يا ميکروب ضد درملو سره د لاسونو مېنځل د کرونا ويروس څخه وقايه ده. تر اوسه نړۍ په دې نه ده توانېدلې چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره واکسين رامنځ ته کړي، نو ټېنګار په دې دی چې بايد ځان تر وساتل شي او وقايي تدابير ونېول شي. د نړۍ ساينس پوهان او ورغتياپالان کرونا ويروس يا کوېډ-۱۹ د درملنې او واکسين هڅې پيل کړې دي او داسې وړاندې وينه کيږي چې ښايي تر ۲۰۲۱ کال پوري به يې واکسين جوړ شي. ناروغ او ورغو کسانو ته د ماسک يا پوزبند د اغوستلو توصيه هم اړينه ده.
هغه انسانان او حيوانات چې په کرونا اخته شوي دي بايد قرنطين وساتل شي او که چېرې شونتيا لري نو ناروغ کسان دې له ځانګړي تشناب ګټه پورته کړي. د کرونا ناروغانو ته بايد د خوب ځای، د خوراک لوښي او د پوښاک کالي جدا شي چې روغ کسان ترې ګټه پورته نه کړي. دا هم اړينه ده چې له کورنيو حيواناتو سره له اړيکې ساتلو ډډه وشي. په پای کې بايد کم عمره کسان او ځوانان ښوونځيو، دندو، پوهنتونونو او ګڼيزو ځايونو ته له تګ ډډه وکړي؛ ستر عمره کسان دې قرنطين وساتل شي.
وروستي