سکات مېلر: د کرونا سره د مبارزې لپاره تاوتریخوالی کم کړئ

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، سکاټ میلر د سه شنبې  په یو پیغام کې وویل چې په عادي وضعیت کې د کرونامخنیوی ستونزمن دي او د خشونت پر مهال خو بیخي ناممکن دی. هغه وویل چې د کروناویروس په ټولې نړۍ اغیز کړی او دا هغه څه دي افغان او بهرني ځواکونه متاثره کوي.
 
په تازه پېښو کې په هرات کې په ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۳۲ مثبتې پېښې ثبتې شوي دي.د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحیدالله مایار امریکا غږ ته دا ارقام تاید کړل.هرات له ایران سره سرحد لري او هره ورځ سلګونه افغان کډوالو یا په زور او یا په خپله خوښه له ایران څخه د هرات له لارې افغانستان ته راځي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایي‌چې څلور عسکر یې په کروناویروس اخته شوي دي. د عسکرو هویت یې نه دی افشا کړی.اخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر ۷۴ ته رسېدلی دی.