د توکیو المپیکي سیالۍ د ۲۰۲۱ کال وځنډول شوې

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، د توکیو المپیکي سیالۍ د ۲۰۲۱ کال وځنډېدې، د المپیک نړیوالې کمیټې د جاپان صدراعظم شنزو ابی او ددې لوبو سیمه ییزو تنظیمونکو پریکړه وکړه چې د کروناویروس د خپریدو له کبله د توکیو د المپیک سیالۍ د مهالویش سره سم پرمختلای نشي.
 
د توکیو د المپیک سیالۍ د لوبغاړو، سپانسرانو، د لوبو د خپروونکو تلویزیوني کمپنیو او د نړۍ د څه دپاسه ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو د فشار په نتیجه کې وځنډیدې چې عمده عامل یې د کروناویروس خپریدل وو.
 
د المپیک نړیواله کمیټه وایي دغه لوبې به د ۲۰۲۱ کال د دوبي پورې وشي، خو نوم به یې د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک وي.ټاکل شوې وه چې د نړیوال المپیک لوبې د ۲۰۲۰ کال د جولاۍ په ۲۴ د جاپان په توکیو ښار کې وشي.