امریکایي ځواکونه:  د څلورو سرتېرو د کورونا وېروس ازموینې مثبتې دې

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ځواکونو ویلي، د دوی د څلورو سرتېرو د کورونا وېروس ازموینې مثبتې وې. د غوڅ ملاتړ ځواکونه وايي، دا سرتېري تازه له بهره افغانستان ته راغلي دي. په اعلامیه کې په کورونا وېروس ددغو څلوور اخته سرتېرو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو وايي د کابو ۱۵۰۰ سرتېرو او ملکي کارکوونکو د خوندیتابه لپاره دوی د کورونا وېروس ازموینې پیل کړې دي.
 
تېره یکشنبه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وویل، د دوو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا وېروس اخته شوي او اوس د تجرید حالت کې دي.فېروز الدین فېروز وویل، دغه دیپلوماتان له افغانستانه بهر په هغو هېوادونو کې په کورونا وېروس اخته شوي، چې دا وېروس پکې خپور شوی، خو ده د دغو هېوادونو نومونه یې وانخیستل.
 
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ایران کې ۱۶ افغانان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي.ددغه وزارت ویاند رضا باهر ویلي، په ایران کې په کورونا وېروس د اخته شویو افغانانو شمېر مالوم نه دی؛ ځکه چې په ایران کې بېړني وضعیت ټول‌شموله نه دی چې دقیقې شمېرې دې ترلاسه شي.