اشرف غني: عبدالله د اساسي قانون بدلول غواړي

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د سیاسي کړکېچ په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې او د واشنګټن لخوا د مرستو کمولو اعلان په غبرګون کې ویلي، حکومت د سیاسي بحران حل ته چمتو دی، خو عبدالله عبدالله د افغانستان د اساسي قانون بدلول غواړي، او دا کار یوازې د اساسي قانون لویه جرګه کولی شي.
خو ولسمشر غني نن سې شنبه ولس ته په خپله وینا کې وویل، ښاغلی عبدالله د اساسي قانون بدلول غواړي، او هغه هم په یوه شپه کې. دی د داسې جوړښت او تشکیلاتو غوښتونکی دی چې له اساسي قانون موادو سره بشپړ ټکر لري او زه له هغه میکانیزم څخه بېرون چې په خپله قانون یې وړاندوېینه کړې د هېڅ فرد او ډلې په غوښتنه د قانون د بدلون واک نه لرم.
 
د ولسمشر غني دا خبرې له هغه وروسته دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د اورولو لپاره پرون کابل کې له نوموړي او عبدالله عبدالله سره ولیدل.له دې کتنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغان سیاسي مشران په خپلمنځي اختلاف ختمولو کې پاتې راغلي او امریکا له همدې کبله افغانستان سره سږ کال یو میلیارد ډالره مرستې کموي.