روهي(درې نۍ/۵ د وري)، د روغتیا نړیوال سازمان دوشنبه اعلان وکړ چې په نړۍ کې د کورونا وېروس وبا په چټکۍ سره نوره هم خپرېږي. د دې سازمان مشر ټېدروس ادانوم جینیوال کې یوې خبري غونډې ته وویل، لومړۍ سل زره مثبتې پېښې په ۶۷ ورځو کې ثبت شوې وې، خو دویم سل زره کسان یوازې ۱۱ ورځو کې تشخیص شول او دریمې سل زره مثبتې پېښې یوازې ۴ ورځو کې رامخې ته شوې.
نوموړي وویل، د نړۍ شلو لویو اقتصادي هېوادونو له مشرانو سره به ګوري او له دوی به غواړي چې د دې وېروس مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار ویلي، په داسې حساسو شرایطو کې باید سختې پرېکړې وشي.په ټول پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر زرو ته نژدې شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په داسې وخت کې دا اعلان کوي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې له درې نیم لکو اوښتې دي او کابو ۱۵ زره کسان یې وژلي دي.
وروستي