مایک پومپیو :د  دوشنبه ماخوستن یې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د هغه له ډلې سره کتلي‌ دي‌

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، د امریکا د بهرنی چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې دوشنبه ماخوستن یې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او د هغه له ډلې سره کتلي‌ دي‌.‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه،‌ طالبان تر دې دمه له امریکا سره خپلمنځي‌ هوکړې ته ژمن دي‌ او د دې هوکړې له لاسلیکېدو راهیسې یې پر امریکایي ځواکونو برید نه دی کړی.‌
 
 
طالب ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پاڼه د دې کتنې پخلی کړی او لیکلي یې دي‌ چې دواړو خواو د خپلمنځي هوکړې پر پلي کولو او د بندیانو پر خلاصون خبرې وکړې.مایک پومپیو تېره شپه دوحه کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو یې طالبانو ته سپینه خبره کړې او ورته یې ویلي چې امریکا دې برخه کې څه تمه لري.‌
 
ښاغلي پومپیو وویل،‌ د افغان سولې بهیر کې به حتماً خنډونه وي،‌ خو د طالبانو په ګډون دا د ټولو ښکېلو غاړو مسئولیت دی چې افغانستان پرمخ بوځي.
مایک پومپیو ټینګار وکړ چې په تېرو دوه میاشتو کې د افغان سولې بهیر کې شوی پرمختګ بېسار دی او هیله یې وښوده چې دا بهیر به پر مخ ولاړ شي.‌د یوې پوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو دفاع کوي، ځکه امریکا د دې ځواکونو سمبالولو لپاره د سر او مال قرباني‌ ورکړې ده.‌