کرزی:  امریکا د په افغانستان کې دې خپل شتون او نفوذ له نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره نه کاروي

روهي(درې ني/۵ د وري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دې خپل شتون او نفوذ له نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره نه، بلکې په افغانستان او سیمه کې د ثبات او همپالنې لپاره وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې او ایران هم د دې سیاسي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چې افغان سیاسي‌ مشران به یوه داسې اداره رامنځته کړي‌ چې ټولو ته د منلو وړ وي.‌پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو د دې څرګندونو هرکلی کړی دی.‌
 
په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان راهیسې روان دی.‌د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د دې ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو سیال یې عبدالله عبدالله دا پایلې ونه منلې.نوموړي همدا راز ویلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو همکاري پخپله د همدې هېوادونو په ګټه ده. ښاغلي کرزي همدا راز د افغان سولې د بهیر (افغاني کولو) او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټينګار کړی. ‌ښاغلی کرزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې پر ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني‌ او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.
کابل ته د ښاغلي پومپیو د سفر موخه په افغانستان کې رامنځته شوي‌ سیاسي‌ بحران ته د حل موندل بلل شوي.‌