اعلامیه: امریکا د غني‌ او عبدالله اختلافونو له امله افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي

روهي(درې نۍ/۵ د وري)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  د افغانستان پلازمېنې کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر محمد اشرف غني او له پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره یې جلا کتنې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي.‌ دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوشنبه کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ روان سیاسي‌ کړکېچ حل کړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ کوم جوړجاړی ونه شو او له همدې کبله امریکا افغانستان سره پر خپلو مرستو او اړیکو له سره غور کوي.
 
 
اعلامیه کې راغلي، د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.‌اعلامیه زیاتوي د افغان مشرانو دا ناکامي‌ د امریکا ملي‌ ګټو ته ګواښ پېښوي، او له همدې کبله امریکا په لومړي ګام کې سږ کال له افغان حکومت سره خپلو مالي‌ مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.‌
 
 
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا چمتو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې یو میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي‌ او په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې به هم پر خپلو مالي‌ مرستو له سره غور کوي.‌