پومپیو:پر افغان سیاسی کړکېچ او منځګړتوب حبرې وشوې

روهي(دوه نۍ/۴ د وري)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورسېد. کابل ته د نوموړي د تګ یو دلیل افغان سیاسی کړکېچ کې منځګړتوب او د افغانانو خپلمنځي خبرې بلل شوی.
 
افغانستان ته د ښاغلي پمپیو سفر یوه ورځ له هغه وروسته دی چې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل لپاره د بندیانو پر تبادله خبرې وکړې.افغان حکومت وايي، دې خبرو کې پر تاوتریخوالي کمولو، مخامخ خبرو او تلپاتې اوربند بحث وشو.
 
 
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني له ښاغلي پمپیو سره ولیدل:نوموړی خپل ټوېټر کې زیاتوي: دې لیدنه کې دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت بحث او نظر تبادله کړ.