نا لیدلی کرونا او د ځواکمنو بی وسي!



نژدی سل ورځې وړاندی، د کرونا په نوم یو نا لیدلي، چالاکه او بی رحمه دښمن، د چين په ووهان کې سر را پورته کړ. د همالیا له دنګو څوکو را واوښت او تورې افریقا ته یی پرته له کومې دمې سر ورښکاره کړ. خو هلته هم تم نشو، د رومن امپراطورۍ جارغالی (ایټالیا) یې سخت وځپلو، د غرناطې، قرطبې او مدرید کوڅې یی تر شا خالي پریښودې او د اقیانوس د پراخه سمندر د پاسه یی ځان د امریکا پخو مورچلو ته ورسولو. زه (ملکزی) ډاکټر نه یم چې ددی تور ښامار د ‌درمل او مخنیوي په باره کې څه ووایم. ځینی خلک دی شیشکې بلا ته د کرونا وایرس وایي، څه یې وبا، طاعون او حتی بیالوژیکي وسله بولي او څوک ورته د الهي عذاب په سترګه ګوري. همدارنګه زه دیني عالم هم نه یم چې د فیسبوکي مفتیانو په شان د جوماتونو د موقت بندیز په اړه د شرعیت له مخې خپل نظر شریک کړم، ځکه د مرحوم مجددي خبره چې ( نیم حکیم خطره جان، نیمچه ملا خطره ایمان).
 
خو د تاریخ د څانګې د یو شاګرد په توګه دومره پوهیږم چې دا لمړی ځل ندی چې په بیت الله کې د جماعت لمونځونه په موقت ډول بندیږي. مکي حرم په ۹۳۰ میلادي کال کې د قرامطه شیعه ګانو لخوا د څو کالو لپاره بند شو، د کعبې دروازه او حجر اسود یې غلا کړل او د قطیف سیمې ته یې له ځانه سره یوړل چې بیا عباسیانو د ۱۲۰ زره طلایي دینارو په بدل کی شل کاله وروسته بیرته تر لاسه کړل. په ۱۸۱۴ م کال کې د طاعون له امله د حرم دروازې بندې او پدغه کال د حج فریضه ترسره نه شوه. په ۱۹۷۹م کال کې د کعبې په حرم باندی د جهمیان العتیبي لخوا خونړی برید وشو چې په پایله کې بیت الله د پوره دوو اونیو لپاره د هر ډول عبادت او زیارت لپاره تړل شوی وو.
 
ولی په ټینګه پدی باور یم چې بوږنونکې کرونا د ظالمو او متعصبو انسانانو په څیر نده، بلکې د هر دین، مذهب، رنګ، نسل، ژبې او هیواد له وګړو سره یو ډول چلند کوي. د کرونا په نوم دغه پټ دښمن درواغ نه وایي، خو موږ انسانان سخت درواغجن یو. کرونا ډاکې نه اچوي، خو موږ په رڼا ورځ د مظلومو او بی کسو هیواد والو مالونه چور کوو. کرونا د کال په لمړۍ ورځ پخپلو ملګرو ډزې نه کوي، خو موږ د خپلو همسنګرانو سینو ته شپیلۍ نیسو. کرونا په سلو کې دری یا څلور تنه وژني او تر ډیره ځایه په ماشومانو چندان غرض نکوي، خو موږ وچ او لامده یوځای سوځوو.
 
کرونا په نسبي توګه په ښځو څه ناڅه پام کوي، خو موږ د خپلو لوڼو او خویندو په ښکلو مخونو تیزاب شیندو،‌ تعلیم ته یی نه پریږدو او له خپلو مشروعو او مدني حقوقو څخه یی محروموو.  کرونا د خپل او پردي ترمنځ توپیر نه کوي،‌ خو موږ متعصب یو،‌ تنګ نظري او پردي پالي. کرونا چاپیریال سوتره کوي او خلک اړ باسي چې بیا بیا په تودو اوبو او صابون لاسونه ومینځي، مګر موږ د چاپیریال ککړتیا ته بډې وهلې او د خپلو وطنوالو جسدونه سوځوو.
 
بلی، کرونا ددې نړیوال کلي د اوو ملیاردو انسانانو په وړاندی داسی یو ستر ناورین رامنځ ته کړ چې د ځواکمنو هیوادونو له مشرانو یی لاره ورکه کړې او د مقابلې لپاره یې د وسلې او وسیلې له تابیا څخه چورلټه عاجز ښکاري. پخوا به استعماري دولتونو له خپلو سیالانو څخه د تباه کونکو وسلو او نوې ټکنالوژۍ خبرونه پټ ساتل، خو کرونا نن دغه رقیبان یو بل ته نژدی کړل او د واکسینو د جوړولو لپاره مرستې او یو بل ته زارۍ کوي.
 
د روغتیایی سونامي ترڅنګ د نړۍ سیاسي پنډتان بیش بیني کوي چې د لویدیځې نړۍ دا اوسنی سیستم د پیکه کیدو او په نړیوال سټیج د کمونست چین د لازیاتې ځواکمنۍ په لور روان دی، هلته چې ګوندي سانسور د فردي خپلواکۍ ځای نیسي. د چین اقتصادي وده د اتو او دولسو فیصدو ترمنځ ده، پداسی حال کې چې د غربي نړۍ د پرمختللو هیوادونو وده له پنځه سلنې کمه ده. همدا پرون ایټالیا ته د کرونا د مقابلې لپاره د چینایي ډاکټرانو استوول، د نوي نظام او چین د اعتماد څرګنده نښه ده.
 
پریمانې ټکنالوژۍ او اقتصادي لالچونو د کورنیو د غړو ورځنی ژوند د انزوا خوا ته وړی وو، خو د کرونا له وجې د شریک ژوند د تیرولو اړتیا بیا احساس شوه. خورې ورې کورنۍ، مودې مودې وروسته یو ځل بیا یو نغري ته راتاو او حجرې او دیرې بیا ډکې شوې. په پرمختللې نړۍ کۍ کارونه له دفترونو څخه کورونو ته راغلل، خلکو کتابونو او مطالعې ته مخه کړه او کورني ژوند، نوی رنګ وموند. د سلام ځای نمستی ونیو،‌ ترڅو خلک یو بل ته لاس ورنکړي او د غوا میتازې د ځینو په باور  شفا وګڼل شوه؟؟
 
خو موږ د یو مؤمن امت په توګه باید چې لمړی اسباب په کار واچوو او بیا د کائناتو په ستر خالق تکیه او توکل وکړو. رب العالمین، حضرت مریم ته امر کوي چې: د خرما د ونې سټه وښوروه چې تازه او خوږې خرما دی په ځولۍ کې راولویږي. حضرت پیغمبر خپل صحابی ته امر کوي چې لمړی دی د اوښې ګونډه وتړه او بیا پر الله توکل وکړه. د طاعون په مرض اخته خلکو ته توصیه کوي چې پخپلو کورونو کې پاتې شي،‌ په عین حال کې صحتمندو ته مشوره ورکوي چې د ناروغو خلکو کورونو او بازارونو ته ورنشي. ځکه محمد صلی الله علیه السلام خپل امت ته ددی تلقین ورکولو چې په تقدیر ایمان زموږ د ایمان بنسټ دی او د تدبیر نیول، زموږ د ژوند کړنلاره.
 
د نیوزویک مشهورې مجلې تیره اونۍ د ډاکټر کریګ کانسایډن په یوه څیړنیزه مقاله کې ولیکل چې: د اسلام پیغمبر محمد (ص) ۱۴ پیړۍ وړاندی د روغتیایي کلابندۍ، نظافت او د وبا په مهال د نه سفر کولو توصیه کړې وه،‌ چې رښتیا هم ډیره دقیقه او د طبی لحاظه ګټوره وه. نو اوس باید د هر ډول ګڼې ګوڼې څخه ځانونه لری وساتو،‌ د هغو مفتیانو په مشورو او فتواګانو عمل وکړو،‌ چې په رښتیني ډول د دین په روح او هدف خبر وي. په زیارتونو کې د کرونا علاج نشته، بلکې د الله تعالی ذات ته په اخلاص دعا او احتیاط کولو سره ممکن دی.
 
هیڅ څوک نه پوهیږي چۍ د کرونا دا بوږنونکی آفت به کله مهار شي او څومره انسانان به د مرګ او درد کومي ته وسپاري؟ خو یوه خبره همدا اوس جوته بریښي چې په نړیوال سیاسي او اقتصادي نظام کې لوی بدلون را روان دی. کوم پړاو چې له کرونا وروسته راځي، هغه به لدی مرحلې سره بلکل بدل وي ځکه چې د تل لپاره د بی وسو تاریخ، د فاتحینو لخوا لیکل کیږي.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ