د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو کابل ته راغی 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو کابل ته راغی 
روهي (دوه نۍ/۴ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يو نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به له ولسمشر غني سره د سولې خبرو په اړه وغږيږي. 

دغه سفر کې به مایک پمپيو د ولسمشر محمد اشرف غني ترڅنګ د ملي يووالي حکومت له پخواني اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم وګوري. نوموړی به د ټاکنو پر سر د راپورته شوي کړکېچ په اړه هم خبرې وکړي. 

له دې وړاندې د متحدو ايآلتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم څو ځلې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ټاکنو جنجال په اړه لېدنې کړې خو پايله يې ورنه ورکړه.