سږکال به دوه میلیونه ونې او بوټي کېنول شي

روهي(دوه نۍ/۴ د وري)، افغان حکومت په پلان کې لري چې د شنو ساحو د پراخېدو لپاره سږ کال دوه میلیونه نوې ونې بوټي کېنوي، په دې پروګرامونو کې ډېر پام په پلازمېنه کابل دی چېرې چې ۱۹۰ زره هکټاره ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده. د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال په ټول هېواد کې د میوه لرونکو او ساده ونو شاوخوا دوه میلیونه نیالګي کېنول کېږي چې لړی يي وار له مخه په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوي.
 
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د بوټي په کېنولو سره بېلابېلو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د نویو طریقو له لارې د ځنګلونو بیا رغېدو او شنو سیمو جوړیدو ته پام ډېر کړي.په کابل کې د شنو سیمو د پراختیا پروګرام له تېرو ۴ کالونو راهیسې پیل شوی، چارواکي وايي د دې پروګرام په لړ کې د کابل په اتو شنو کمربندونو کې میلیونونه نیالګي کېنول شوي.
 
د افغانستان د ځوانانو چارو معینیت د رضا کاره ځوانانو رییس لایق شاه ځدراڼ وايي، د حکومت تر څنګ ګڼو مدني ټولنو او خپله ولسونو د سیمو شنو کېدو ته اوږه ورکړي خو د ده په وینا د کورونا ویروس د نورو کالونو پرتله سږ په دې کار سیوری غوړولی دی.