د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل قرنطین شوه

روهي(دوه نۍ/۴ د وري)، د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل له يوه ډاکتره سره تر ليدو وروسته چې د کورونا پر وېروس اخته دی ځان قرنطين کړی. د بريتانيا لومړي‌ وزير بورېس جانسن، د مور د ورځې په مناسبت له خلکو غوښتي چې سږ کال مخامخ د میندو ليدو ته مه ورځئ او د ټيليفون يا انټرېنټ له لارې ورسره خبرې وکړئ.
 
 
انګلا مېرکل ته د يکشنبې پر ورځ د دغې ليدنې په اړه ويل شوي وو چېرته چې نوموړې د کورونا وېروس د مخنيوي په موخه د نويو ګامونو اعلان کړی و.جرمني د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه د راتلونکو دوو اوونيو لپاره له کورونو يا کار ځای بهر له دوو زياتو کسانو پر راټولېدو بنديز لکولی دی.
 
 
په نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰۰ زره اوښتی دی او ۱۳ زره کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ۲۹ زره بيا ترې روغ شوي دي.