د افغانستان د بشري حقونو سازمان: په ګوانتانامو زندان کې لاهم دوه افغانان له محاکمې او د جرم له اثبات پرته ساتل کېږي

روهي(دوه نۍ/۴ د وري)، یو امریکايی حقوقپوه چې د یوه افغان زنداني اسدالله هارون ګل مدافع وکیل ټاکل شوی وايي نوموړی د یوازېتوب له امله له ژور خپګانه کړېږي. ددغه افغان زنداني کورنۍ چې د پېښور په یوه پنډغالي کې ژوند کوي، وايي دی بې ګناه دی.
 
دغه امریکایی وکیل وايي زیاتوي، پر اسد الله هارون ګل کوم تور نه دی پورې شوی او په ګوانتانامو کې له ۲۲۰ افغانانو،‌ په هېڅ کوم یوه تور پورې نه شو. "زما په فکر دا یو لوی جرم دی.‌ دوی وایي چې دی په پېښور کې د کډوالو په هغه کمپ کې لوی شوی چې حزب اسلامي یې مالي ملاتړ کاوه او ددوی په فکر دا جرم دی.
 
کلیف سټیفورډ سمېت وايي،‌ "۱۷ کاله وروسته به هم خلک فکر کوي چې امریکا به تېروتنه نه وي کړې او دا کسان به ورانکاري وي. په دې زندان کې د اسد الله هارون ګل په ګډون ۲۳ کسان ټول هېڅ کاره دي. زه دې زندان ته ۳۷ ځله ورغلی یم ځکه بې وسه اسد پکې بند پاتې دی.‌ د وکیل پیدا کولو لپاره یې ۹۰۰ لیکونه استولي خو یو یې چا ته نه دی رسېدلی بالاخره چې یو لیک یې موږ ته راورسېد‌".