مورګان اورتاګس: د ایت الله خامنه یي د یکشنبې ورځې تور د دسیسې تیوري وبلله

روهي(دوه نۍ/۴ د وري)، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي دې خبرو ته غبرګون ښودلی چې د ده په خبره، ویل کېږي کورونا ویروس امریکا تولید کړی دی. د ښاغلي خامنه یي دا خبرې په داسې مهال دي چې د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د یکشنبې په ورځ وویل، د کورونا ویروس له پراختیا سره د مقابلې لپاره واشنګټن له ایران سره مرستې ته تیار دی.
 
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس د ایت الله خامنه یي د یکشنبې ورځې تور د دسیسې تیوري وبلله او هغه یې مضرې، بې مسوولیته او ناسمې وبللې.مېرمن اورتاګس خپل ټوېټر کې لیکلي: د ووهان ویروس په هکله ټوېټر کې د خامنه يي د دسیسې جوړه تیوري مضره، بې مسوولیته او سل په سله ناسمه ده. که دا په نوم معظم مشر ریښتیا هم مشر وی، خپل مالي صندوق کې بې مالیې په میلیاردونو ډالر به یې د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ایران خلکو ته بېرته ور کړي وو.
 
د مېرمن اورتاګس دا خبرې د ښاغلي خامنه يي د ټوېټر انګریزي ترجمې ته ځواب و.ایت الله خامنه يي د یکشنبې په ورځ خپلو نوروزي خبرو کې پر امریکايي چارواکي دا تور را پورته کړ چې "کورونا ویروس یې تولید" کړی دی او د نوموړي په خبره، په دې دلیل تهران له دې ویروس سره د مقابلې لپاره د واشنګټن مرسته نه غواړي.