د کرونا (کوئيد 19) ويروس نوم چې د لومړي ځل له پاره د چين د ووهن په ښار کې جوت شو د ټولو نړيوالو د ژبو په سر دی.
اوس پر چين سربيره د نړۍ 177 هيوادونو ته تيت شوی او په يوه نړېواله ستونزه او وبا بدل شوی دی. دې ويروس تردې دمه د نيږدې درې نيم زره چينايانو، همدومره ايتاليايانو، زيات شمير ايرانيانو، هسپانيه يانو، امريکايانو او نورو ژوند اخيستی دی.
ياد ويروس مذهب، هيواد، پوستکي رنګ، غريب، بډای، واکدار- بې واکه، زورور – کمزوري... په پام کې نه نيولو سره د ټولو دښمن دی او د هر چا دروازه ټکوي. د هغې وسلې په څير دی چې دې هر چا پر لور کږه شي د استثنی پرته يې له منځه وړي. ځکه نو نړيواله ستونزه او د دنياوالو په ګډ پرابلم اوښتی دی. دې ګډ دښمن هماغسې چې پوله نه پيژني، دغسې يې په مقابل کې مجادله او مبارزه د يوههيواد د وس نه وتلې خبره ده، يوازې په هغه صورت کې چې ټول نړيوال په ګډه او خپلې هڅې هم غږي کړي، وبه ګولای شي په وړاندې يې ودريږي او په ګډو هڅو سره واکسين جوړ کړي.
کرونا دا مهال د ټولې نړۍ د بې ساري اندېښنې سبب شوی او له امله يې تدبيرونو د نړۍ اقتصاد سخت زيانمن کړی دی.
سره له دې چې دې ويروس دا مهال د نړيوالو اذهان سخت نيولي په اړخ کې دا هيلې ټوکيدلي چې ليرې نه ده په خلاف يې مجادله رنګ راوړي او درمل يې جوړ کړي.
همدا اوس په چين، روسيې، فرانسې او هند کې د واکسين او درمل په جوړولو کې ګړندي ګامونه اوچت شوي او هيلې بحښونکي برياوې ترلاسه شوې دي.
زه د نړېوالې ټولنې د يوه فعال غړي او په ځانګړي ډول د طبيب په توګه د ځان مسووليت بولم چې په دې انسان ته د خدمت به جبهه کې د برخه وال په توګه وجنګيږم. له دې ځايه همدا چې د چين هيواد ايرانی ډلې طب پوهانو د کرونا ويروس په اړه ليکلي زيار فارسي متن مې ترلاسه کړ، سمدلاسه مې د هغې پښتو ته اړول پيل کړل. دا ليکنه د دې ويروس په هکله ټول اړين معلومات احتوا کوي. بايد وويل شي چې د ژباړې کار مې په ډېره بيړه تمام او بې له دې چې انتظار مو اوږد کړم د نيټ له لارې يې ستاسو په خدمت کې ږدم.
هيله ده په ځانو زړونه وسوزوئ، اعظمي ګټه ځينې پورته، د دې وژونکې بلا څخه د ژغورنې په موخه يې ټولې سپارښتنې عملي کړئ.
books/covid19.pdf
وروستي