د میدان وردګ پر ښاروالې برید شوی

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، د میدان وردګ پر ښاروالې برید شوی ده د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ته وویل چې دغه پېښه نن یکشنبه ۱:۳۰ شوې ده.هغه وویل په دغه برید کې مېرمن غفاري ته زیان نه دی رسېدلی او یو امنیتي پلاوی د څېړنو لپاره د پېښې ځای ته استول شوی دی.
 
 
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.تر دا مهال د دغه برید مسؤلیت کوم شخص او یا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.میرمن غفاري څو اونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د نړۍ د زړورو ښځو جایزه تر لاسه کړه.
 
آغلې غفاري دغې دندې ته تر بریالي کېدو وروسته پنځه میاشتې په کابل کې وه او ویلې وه چې د ځینو ستونزو له امله ورته د کار اجازه نه ورکول کیږي.