ایت الله علي خامنه‌اي: امریکا کرونا ویروس جوړ کړی ځکه ترې مرسته نه اخلو

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي پر امریکايي چارواکو تور لګولی چې ګواکې کورونا ويروس يې جوړ کړی دی. په خبره يې، له همدې کبله د دې وېروس د مخنيوي په برخه کې له امریکا مرسته هم نه اخلي.
 
په یوه څېړنه کې- چې تازه په یوه معتبره علمي مجله نېچر کې خپره شوې- یوه ډله څېړوونکو ویلي، د کورونا نوي ويروس پر ژنيټيکي جوړښت تر څېړنو وروسته ورته جوته شوې چې دا وېروس د سارس په نوم د وېروس په کورنۍ کې له طبیعي تکامل وروسته رامنځ ته شوی.
 
که څه هم ده وویل، نه پوهېږي چې دغه تور څومره ريښتیا دی او په اړه يې کوم ثبوت یا شواهد هم وړاندې نه کړل.د ایران دغه مذهبي مشر همدا راز ویلي چې ښايي امریکا په درملو کې داسې څه ځای او ایران ته ولېږي چې په خبره يې، دا وېروس په دغه هېواد کې "تل پاتې" کړي.