هرات کې هغه کس ومړ چې د کرونا ويروس نښې - نښانې يې درلودې 

روهي (يوه نۍ/۳ د وري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې هرات ولايت کې يو هغه کس ومړ چې د کرونا ويروس نښې - نښانې يې درلودې. مړی شوی کس د زړه په ناروغۍ هم اخته وو. 

د عامې روغتيا وزارت مسوولينو ويلي دي، چې تر اوسه مالومه نه ده چې ياد کس د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی او که د زړه حملې يا کومې بلې ناروغۍ په وجې. مسوولينو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي. 

تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ويروس ۳۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، خو کوم کس په کې ژوند له لاسه نه دی ورکړی.