په نوي کال کې بايد څه ترسره کړو؟

پسرلی دکال لومړی موسم دی، چې دطبیعت ښکلاوو ته رنګینې جامې ورآغوندي،دانسانانو روان ته سکون وربښي او د ژوند دچارو په سمبالښت کې  رغنده رول لوبوي، ځکه هر وګړی دځان لپاره منظم پلان او تصمیم لري، چې څه وکړي او څه ترسره کړي؟

دپسرلي ښکلي موسم کې وګړي  نوي پلانونه ترسموي، دهمدې موخو په اساس  خپلې چارې سموي او د ژوندانه ټولو  چارو لپاره ځان دپرمختګ لوري ته باسي.

له دغو پلانونو پرته  هرانسان  هڅه کوي، چې دخپل هېواد دسمسورونې او رغوونې لپاره نیالګي کېږدي، چې د هېواد هره سیمه ښکلي او زرغونه شي او راتلونکي  نسلونو ته  به يې دخپلو لاسونو نښانې پریښې وي او دیوې سترې ډالۍ په توګه خلک  به ورڅخه ګټه  ترلاسه کړي.

په یاد زرغون موسم کې  هېوادوال  هڅه کوي، چې  په رغنیزو چارو ځانونه بسیا کړي، چې هم به يې هېوادته خدمت ترسره کړې وي او هم به يې دخپلو اقتصادي ګټو لپاره  حلاله نفقه  خپلو کورنیو ته ګټلي وي.

ددې لپاره چې په هېواد کې دهرافغان ژوند خوندي او د پرمختګ لړۍ روانه وي، نو مخالفې ډلې دې  په افغانستان کې تلپاتې  سولې ته غاړه کیږدي، ځکه په جګړه کې هېڅ بریا نشته او کوم ځای  هم نه نیسي؛ بلکې دبریا لوړ  پوړ  ته رسیدل یوازې او یوازې دخبرو او ملي مصلحتونوله لارې شونې ده او بس.

که زموږ ناچاره ژوند نور په ډول ـ ډول  ناندریزو  وختونو کې تېر شي، خو دا په یاد ولرئ، چې تاریخ به نوي نسل ته دا هر څه په ډاګه ولیکي، چې هغه وخت به خدای مه کړه اوسنۍ بې پيروايي راتلونکي نسل ته دپېغور په توګه پرېښودل شي. حال داچې زموږ هېواد د ویاړنو ډک تاریخ لري او باید تل د ملت وياړنې دتاریخ په زرينو کرښو وليکل شي.

راځئ؛ سږني کال کې ټول ولس د رښتینې سولې او پرمختګونو لپاره هڅې ګړندۍ کړو، په خپلو سیمو، بانډو او آن  دهېواد په کچه اوچت قدمونه دهېواد دښېرازۍ او سوکالۍ لپاره واخلو، چې نور دبهرنیو او تاریخي دښمنانو له ناوړو دسيسو خلاصی پیدا  او دبین الافغاني جرګو له لارې  خپلمنځي کړکېچونو ته دپای ټکی کېږدو. 

څنګه چې دپسرلني په زرغون موسم کې خپلو کروندو لپاره کار ته لومړیتوب ورکوو، همداسې یو څه  وخت دهېواد ملي ګټو ته هم وقف کړو او دهیواد  د آبادۍ او ښیرازۍ  لپاره ګډه  او رښتینې مبارزه وکړو.

نو زموږ دکړنو پایلې به مو  ژر تر بریا ورسوي او په هېواد کې به هرکال دپسرلني ښکلي موسمونو ته خوښي په جشنونواو یوالي سره ټول هېوادوال ولمانځي.