د بلخ سیمه ییز بازار ته ٪۹۰ زیان اوښتل

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، د افغانستان په شمال کې ځايي چارواکي وايي، په بلخ کې کورونا ناروغۍ او د نوروز جشن لغوه کېدو په دې ولایت کې سیمه ییز بازار ته ۹۰ سلنه زیان رسولی.په مزار کې د کورونا ناروغۍ د لومړنۍ پېښې ثبتېدو سره په لومړي ځل د روضې مبارکې دروازې د زیارت کوونکو پرمخ وتړل شوې او د نوروز جشن لغو شو.
 
 
په تېرو کلونو کې به د نارینه او د ښځو سنګارتونونه د نوروز په نژدې کېدو سره له مشتریانو ډک و، خو سږ کال ډېری لکه د ظریف په څېر په خپل دوکان کې یواځې ناست دي او ورځني مشتریان یې هم له لاسه ورکړي.
 
 
د بلخ د سودګراۍ او صنایع خونې رئیس په خبره اوس ډېرو هوټلونو، رسټورانتونو د خوږو یا شیرنۍ خرڅولو بازار او سیمه ییزو تولیداتو چې نوروز ته یې تیاری نیوه خپلې چارې درولې دي.په مزار شریف کې د کورونا لومړنۍ پېښې ثبتېدو سره په لومړي ځل حضرت علي ته منسوبه روضه د زیارت کوونکو پرمخ وتړل شوه او له ګرځندویانو وغوښتل شول، چې دې ښار ته دې سفر نه کوي.په مزار شریف کې مشهور مېلمستونونه د نوروز په ورځو کې خالي دي.