د کورونا له ۹۷ اخیستل شویو نمونو لس یې مثبتې دي

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، فېروز الدین فېروز وویل، دغه دیپلوماتان له افغانستانه بهر په هغو هېوادونو کې په کورونا وېروس اخته شوي، چې دا وېروس پکې خپور شوی، خو ده د دغو هېوادونو نومونه یې وانخیستل. ښاغلي فېروز د هرات ښار د قرنطین کېدو غوښتنه وکړه او وویل چې د ورځې ګرځبندیز باید پکې ولګول شي.
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر کابل کې خبریالانو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له ۹۷ اخیستل شویو نمونو لس یې مثبتې دي، چې په دې سره په هېواد کې د ټول ټال مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی.
 
نوموړي وویل، ښايي تر راتلونکو لسو ورځو پورې د کورونا وېروس نورې مثبتې پېښې هم رامنځ ته شي.
ده له خلکو وغوښتل، چې له اړتیا پرته بهر ته راونه وځي او د ګڼې ګوڼې له ځایونو ډډه وکړي. ټینګار یې وکړ چې تر ۶۵ کلنۍ پورته وګړي دې ځکه پخپلو کورونو کې پاتې شي چې پر دې وېروس د اخته کېدو له خطر سره تر نورو ډېر مخ دي.