د دولتي ادراو ناستې به د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه به له دې وروسته د دولتي ادارو ټولې ناستې د انټرنېټ په مټ له لېرې تر سره کېږي. د سکټورونو کمېټه چې په دې وروستیو کې جوړه شوې، د پاخه عمر دولتي کارکوونکو غوښتي چې له خپلو کورونو کار وکړي. دې کمېته دا وړاندیز هم کړی چې کاري ورځې دریو ساعتونو ته را کمې شي هغه وړاندیز چې لا نه دی منل شوی.
 
په افغانستان کې د کورونا وېروس خپرېدو په اړه د هرې ورځې په تېرېدو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي، خو ورسره حکومت بیا وايي چې د مخنیوي لپاره یې هم خپل چمتووالی نیول شوی.
 
د دې تر څنګ هغه مامورین هم چې ادارو ته راځي له نویو لارښونو سره مخ دي په ټولو ادارو کې مخامخ جلسې بندې شوې او حکومت پتیلې چې د حضوري جلسو پر ځای د انټرنېټ له لارې غونډې تنظیم کړي تر څو د څنګ په څنګ کېښناستو ډډه وشي.