خیبر پښتونخوا:  بازارونه، مارکېټونه او هوټلونه وټړل شول

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د کورونا وېروس د خورېدو مخنیوي‌ لپاره اعلان کړی چې د یکشنبې ورځې سهار له ۹ بجو به په ټول ایالت کې بازارونه، مارکېټونه او هوټلونه تړل کېږي.‌ له خیبر پښتونخوا ور هاخوا په پلازمېنه اسلام باد کې هم حکومت د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړې، چې له مخې به یې ټول بازارونه او هوټلونه بند وي.‌
 
پاکستان سند ایالت کې د دې وېروس تر ټولو ډېرې، یعنی ۳۹۶ پېښې ثبت شوې دي.‌په پنجاب کې ۱۳۷، بلوچستان کې ۱۰۴، ګلګت بلتستان کې ۵۵، اسلام اباد کې ۱۱ او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
 
له خیبر پښتونخوا ور هاخوا په پلازمېنه اسلام باد کې هم حکومت د قانون ۱۴۴ ماده پلې کړې، چې له مخې به یې ټول بازارونه او هوټلونه بند وي.‌په بلوچستان ایالت کې هم ورته اعلان شوی، خو له هغه ځایه رپوټونه وایي‌ چې د حکومت فرمان پلی شوی نه دی او ډېری ځایونه د شنبې پر ورځ پرانیستي وو.‌