عبد الغفور لېوال: د ایران په روغتونونو کې د افغان ناروغانو نه منلو مسله یې له ایراني چارواکو سره شریکه کړې ده

روهي(یوه نۍ/۳ د وري)، په ایران کې افغان سفیر عبد الغفور لېوال ویلي "که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي"، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی راکړی. خو وایي ، ایران ډاډ ورکړی چې په ایران کې په کورونا وېروس د اخته کسانو ازموینه کې د مور او مېرې چلند نه کوي.
 
د رسمي شمېرو له مخې، په ایران کې په کورونا وېروس ۲۰۶۱۰ کسان اخته شوي چې ۷۶۳۵ بېرته رغېدلي او ۱۵۵۶ کسان مړه شوي دي. ایراني چارواکو ویلي، د افغانانو ایستل یې ځکه ‌پیل کړي، چې په دې هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ساتلو لپاره کافي کمپونه نه لري او په افغانانو کې د کورونا وېروس د خپرېدو وېره ډېره ده.ځینې افغانانو پخپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.
 
په تهران کې افغان سفیر وايي، "څو ځله مو له ایرانه د افغانانو د ایستلو په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې او ځینې رسمي یادښتونه استول شوي دي ښاغلی لېوال وايي، په ایران کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو افغانانو هغه شمېر هم لا تایید شوی نه دی دی چې په ځینو رسنیو کې خپور شوی دی.‌