کرونا ویروس که دچین او امریکې اقتصادي سیالۍ !

چین او امریکې د خپلو سوداګریزو سیالیو په خاطر ټوله نړۍ د کرونا یا وهان ویروس له تهدیدونو سره مخ کړي، د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند یې واخیسته او د میلیونونو انسانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي.
 
د *تیاره سترګې* په نوم کتاب چې د مشهور امریکایي لیکوال ډین کونټز خورا زیات پلورل شوې ناول دی، له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې دمې میاشتې په ۱۰مه خپور شوې وو.
 
د کتاب په درېیم فصل کې راځي چې د لي جین په نوم چینایي ساینسپوه په لومړي ځل سره د کرونا ویروس دبیولوژیکې اسلحې په ډول د وهان ۴۰۰ نومې څیړنیز لابراتوار کې رامنځته کوي . دغه میکرو اورګانیزم د سټرین جوړښت له مخې یوازې د انسانانو ژوند ګواښوي، او په دې ډول د شلمۍ پیړۍ ناورین نړۍ ته پیژني حال دا چې دلیکوال له قوله (چین هڅه کوله چې په اقتصادي برخه کې امریکې زیانمن کړي.)
 
د امریکې هیواد دغه ویروس د وهان ویروس اوچینایانو یې د کرونا ویروس په نوم سره یادوي ، په دې ورځو کې دواړه هیوادونه لګیاه دي ، یوبل دویروس په خپرولو تورنوي.
 
ان ننۍ نړۍ له خپلو پرمختللي وسایلو سره د ډیرو پیژندل شوي ناروغیو په پیژندلو کې له ستونزو سره مخ دي پس دوی له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې څنګه دیوې ناروغۍ (کرونا ویروس یا وهان ویروس) دناروغۍ نښې، تشخیص، اپیډمیولوژي، درملنه او د خپریدو ځای او کال ... له اوسنۍ تشخیص شوي اصلي ویروس سره څنګه کاملا ورته والۍ لري!؟
 
په کتاب کې راځي "چې ددې ناروغۍ نښې به د نیمونیا په څیر وي اود انټي بایوټیکونو کارونه یې درملنه نشې کولی ، او ګرمه اوبو او هوا کې له مینځه ځي."
 
ان په کتاب کې یادونه کیږي چې دایوه بیولوژیکي سلاح دی (په لابراتوار کې د ساینس پوهانو په لاس جوړ شوي ویروسونه چې داسلحې په توګه کارول کیږي) د یادونې وړ بولم دا چې کرونا لومړنۍ بیولوژیکي اسلحه نه ده تر دې وړاندې ځینې نورې هم تولید شوي ووچې مشهوریې دا دي: انټراکس ، ټولاریمیا او نور.
 
د هاروارډ څیړنیز لابراتوارونه دا ثابته کړي چې دایوه بیولوژیکي اسلحه دی ، څو ورځې وړاندې هندي ساینس پوهانو هم نوموړي ویروس یوه بیولوژیکي اسلحه چې دانسان په لاس جوړ شوي دي ثابته کړل.
 
انسانان د خپلو ګټو لپاره څومره بې وجدانه کیدلی شي!
 
یادونه:
 ددې کتاب هغه برخې چې دا موضوعات پکې راغلې اود ویروس سره ورته والۍ ښیې، انځورونه یې هم له تاسې سره شریکوم.