منظور پښتین د کرورنا ویروس نه خپرېدو په پار خپلې غونډې ځنډولې

روهي(نۍ/۲ د وري)، منظور پښتین د کرونا ویروس نه خپرواوي په پار خپلې غونډې او فعالیتونه وځنډول. هغه وویل"د ټولو ملګرو اتفاق په دې راغلی دی چې کرونا يو وبايي بيماري ده او د اجتماعګانو د لارې نوره خوريږي او زمونږ پښتانه په معاشرتي توګه ډېرکمزوري دي،" په دې حساب دکوټې جلسه (مارچ۲۹) او د غورځنګ نور فعالیتونه ځنډول شوي دي.
 
په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي ننګیال بیټني امریکا غږ ډیوې ته وویل چې د غورځنګ فعالیتونه به په ټولنیزو رسنیو او رسنیو روان وي.د پاکستان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو دمخنیوي لپاره رخصتۍ اعلان کړي او له خلکو یې غوښتي چې په کورونو کې پاتې شي.
 
د کرونا ویروس په ټولې نړۍ کې څه باندې ۱۱۷۰۰ کسان مړه کړي او څه باندې ۲۸۰زره نور پرې اخته دي.