امریکا: افغان مشران باید سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي

روهي(نۍ/۲ د وري)، مریکا پر افغان مشرانو غږ کړی چې خپل سیاسي اختلافات څنډې ته کړي او د سولې لپاره سره ګډ کار وکړي. د خلیلزاد په ټوېټونو کې دا هم راغلي چې: "د سولې له تاریخي فرصت نه د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي؛ د کورونا وېروس د وبا د قابو کولو او ترېنه د خلکو د ساتنې لپاره، په ګډه، د طالبانو په ګډون، کار وکړي
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو یوه ټوېټري پیغام کې ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.
 
وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.
ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي وو چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.