د روغتیا نړيوال سازمان خبرداری:ځوانان دې د کرونا ویروس خپراوي له امله عمرخوړلو خلکو سره د ناستې پاسته نه کوي

روهي(نۍ/۲ د وري)، د روغتیا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې ځوانان هم له کورونا وېروس خوندي نه دي او باید عمرخوړلو خلکو سره د ناستې پاستې او راشه درشه له کبله هغوی له خطر سره مخ نه کړي.د دغه نړيوال سازمان په خبره، سمه ده چې د ډېر عمر لرونکي کسان تر نورو ډېر له دې خطر سره مخ دي، خو ځوانان هم ترې خوندي نه دي او باید خپل خونديتابه ته پام وکړي.
 
 
د کورونا وېروس کوېد-۱۹ لومړۍ پېښه په تېر ديسمبر کې په چین کې ثبت شوه، خو اوس د دې وبا مرکز اروپا ښودل شوی. د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس ادانوم جېبرېسوس ویلي، دا اوس د ځوانانو په لاس کې ده چې څنګه د یو چا د مرګ او یا د ژوند سبب ګرځېدلی شي.
 
ه برتانیا کې له تېرې جمعې راهیسې کورونا وېروس سره د مقابلې په موخه چایخونې، مېخانې او خوړنځي تړل شوي دي. خو کور ته د خوراکي توکو د وړلو اجازه شته.