د کرونا له امله افغانستان له ځینو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درېدلي

روهي(نۍ/۲ د وري)، کورونا وېروس خپرېدو نه یوازې په نړیواله کچه د سر زیان اړولی، بلکې په هېوادونو کې،‌ په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې زیان اړولی دی د ملکي خدمتونو او هوايي چلند ادارې په وینا، په کورنیو الوتنو کې لویه برخه پروازونه هرات او بلخ ته کمه شوي دي.د افغانستان او څو هېوادونو تر منځ د الوتنو درېدل، په ځانګړي ډول له هند سره، د هغو ناروغانو لپاره لویه ستونزه جوړه کړې ده، چې دغه هېواد ته د درملنه لپاره تللي دي.
 
د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې د کورونا وېروس پراخېدو مخنیوي په موخه له څو هېوادونو سره دوه اړخیزه الوتنې درولې دي.د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده بي بي سي ته وویل، له همدې امله دوو کورنیو هوايي شرکتونو کابو ۱۸ میلیون ډالر تاوان کړی دی.د ښاغلي وفایي زاده په وینا، افغانستان هم له دې امله، چې د نورو هېوادونو الوتنو د افغانستان له هوايي حریم د تېرېدو کچه کمه کړې ده،‌ په تېرو دوو اونیو کې شاوخوا پنځه میلیون ډالر زیان لیدلی دی.