د کورونا وېروس له امله د ځېرک ټیلېفونونو زیان

روهي(نۍ/۲ د وري)، فبروري میاشت کې د موبایلونو د خرڅلاو له اړخه تر ټولو ګټیالۍ میاشت وي، ځکه چې په دې میاشت کې د ځیرکو ټیلېفونونو نړیوال کنفرانس هم جوړېږي، چې تر ډېره په کې شرکتونه خپل نوي موبایلونه نندارې او بازار ته وړاندې کوي، چې سږ کال د کورونا وېروس له کبله دا کنفرانس لغوه شو.
 
په نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله د ځیرک ټیلېفونونو د تولید پر پلان او د پېرودونکو د کمښت له کبله ددغو موبایلونو خرڅلاو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی.
 
د ګرځنده موبایلونو د شرکتونو ګڼ کارمن او احتمالي مشتریان اوس په کورونو کې قرنطین شوي او پلورنځیو ته د موبایلو اخیستو لپاره زړه نه ښه کوي.په ورته وخت کې اپل روانه اونۍ د دوو نویو تولیداتو (ایپډ پرو او مک‌بوک ایر) کمپیوټر رایستلو اعلان کړی.‌