د هند پلازمېنه ډېلي کې د جنسي تېري او وژلو له امله څلور کسان اعدام شول

روهي(جمعه/۱ د وري)،د هند پلازمېنه ډېلي کې هغه څلور مجرمان اعدام شول چې پر ۲۰۱۲ کال یې پر یوه زدکوونکې ډله ییز جنسي تېری کړی او بیا وژلې وه. مجرمانو د قانوني ناندریو کارولو سره درې ځلې د اعدام نېټه وځنډوله، خو بالاخره سترې محکمې د دوی پر غوښتنه بیا غور رد کړ او پرون یې اعدام کړل.
 
 
د پنجشنبې په ورځ چې دا کسان اعدامېدل د یوه مېرمن په محکمه کې فریاد وکړ چې د خاوند له پانسۍ مخکې دې هغې ته طلاق ور کړل شي، ځکه نه غواړي چې ټولنه کې د تېریګر د کونډې په نوم یاده شي.خو دا فریاد هم د مجرمانو د اعدام درولو لپاره یو بل دام وبلل شو او نه واورېدل شو.
 
ډېلي کې یوې محکمې پر ۲۰۱۳ کال دې مجرمانو ته د مرګ سزا اورولې وه.سترې محکمې د دوو مجرمانو پر سزا د غور غوښتنه رد کړه او دا څلور مجرمان پرون اعدام شول.هند کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې لومړی ځل دی چې یو څوک اعدامېږي.د ۲۰۱۲ کال ډيسمبر کې د ډېلي سوېل ته په نربهیا ډله ییز جنسي تېری وشو او بیا ووژل شوه.