د  نوروز جنډه د شپې پورته شوه

روهي(جمعه/۱ د وري)،افغانستان کې هر کال د نوي لمریز کال د لمانځلو لپاره په ارګ او نورو ولایتونو کې هم مراسم جوړېږي، خو سږ کال دا مراسم نشته. ولسمشر غني د مارچ پر ۹ د لوړې مراسمو کې وویل، د دې خبرو لپاره به پلاوی ژر اعلان او هم د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشي کولو فرمان صادر کړي.
 
هر کال زرګونه کسان له مختلفو ولایتونو د نوروز جشن لمانځلو لپاره مزار شریف ښار ته ځي او د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي ته منسوب زیارت کې را ټولېږي چې جنډه پکې پورته او تر څلوېښتو ورځو ولاړه وي.
 
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال پیغام خپور کړی او پکې وايي، افغانان اوس له بل هر وخت سولې ته هیله من دي او باید دې برخه کې له بل هر وخت خپل منځي یووالي او پیوستون ته پام وشي.
نوموړي نوی کال د پيوستون او اصلاحاتو کال وباله او ټينګار یې وکړ چې د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید ټول سیاستوال سره يو موټی شي.