طالبان:افغان کډوال له ایرانه په زور مه شړئ

روهي(جمعه/۱د وري)، وسلوالو طالبانو په اعلامیه کې ویلي: اسلامي ورورولي او قرباني د اسلام یو اصل دی او دا ډله هیله منه ده چې افغان کډوال له ایران په زور ونه شړل شي او روغتیا ته یې پاملرنه وشي.طالبانو له افغان کډوالو هم غوښتي چې پر کورونا د نه اخته کېدو لپاره د ایران قوانینو او لارښوونو ته پام وکړي.
 
 
په ټول ایران کې شاوخوا ۱۷ زره کسان په دې وېروس اخته دي او له زرو ډېر کسان یې وار د مخه وژلي دي.د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وايي، هره ګړۍ نږدې ۵۰ کسان په ایران کې په کورونا اختهپه ایران کې د کورونا ویروس خپرېدو پسې هره ورځ په زرګونو افغانان له دغه هېواد ستنېږي د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په خبره، په دریو کې دوه کډوال وايي، چې ایران کې د کورونا ویروس له وېرې افغانستان ته ستنېږي.
 
افغان طالبانو یوه اعلامیه کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د ایران له مشرتابه او خلکو سره همدردي ښودلې او هم یې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي چې افغان کډوالو ته پام وکړي.