ووهان ښار کې د کرونا هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، د کرونا ساري او وژونکی ویروس د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې لومړی د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپور شو او اوس دغه ویروس د نړۍ ۱۶۶ هیوادونو ته پراخ شوی دی.
 
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې تر اوسه شاوخوا ۲۰۸ زره کسان په ټوله نړۍ کې په کروناویروس اخته شوي دي چې له ډلې یې ۸۶۴۸ کسان ددې ویروس په وجه مړه شوي دي.
 
خو بیا هم چینایي مقاماتو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ ددې هیواد په نورو ښارونو کې د کروناویروس ۲۳۴ نوې پیښې ثبت شوی دي. خو بیا هم چینایي مقاماتو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ ددې هیواد په نورو ښارونو کې د کروناویروس ۲۳۴ نوې پیښې ثبت شوی دي.