د افغان خکومت لخوا طالبانو ته د بشپړ اوربند وړاندیز

روهی(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي، په هېواد کې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه طالبانو ته د سراسري اوربند وړاندیز کوي.‌ نوموړي وویل،‌ دا په دې مانا ده چې له دې وروسته به افغان ځواکونه د دوښمن هر ډول برید ته ځواب وایي.
 
بله خوا د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وایي، په دې هېواد کې نن دویمه ورځ ده چې د کورونا وېروس کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوي. د افغان دفاع وزیر له دې وړاندیزه یوازې یوه ورځ‌ وړاندې طالبانو ویلي وو، که په افغانستان کې د کورونا وېروس ستونزه جدي کېږي نو دوی چمتو دي‌ چې خپل بریدونه کم کړي.
 
ښاغلي خالد نن پنجشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل، بشپړ اوربند به د دې سبب شي چې دوی د افغانستان په هر ګوټ کې له خپلو خلکو سره د کورونا وېروس په برخه کې مرسته وکړای شي.‌
خو د اوربند له وړاندیز سره یو ځای ښاغلي خالد دا اعلان هم وکړ چې افغان امنیتي‌ ځواکونه به نور له دفاعي حالته راووځي او د فعالې دفاع حالت ته به ځي.‌