په ایټالیا کې د کورونا د مړو شمېر نژدې ۳۰۰۰ کسانو ته ورسېد

روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، ایټالیا کې نژدې ۳۵ زره ۷۱۳ کسان کورونا وېروس نیولي، خو له څلور زرو ډېر پکې له دې ناروغۍ رغېدلي دي.د ایټالیا تر ټولو ځپلې سیمه لومباردي کې په یوه ورځ ۳۱۹ کسان مړه شوي دي.
 
ایټالیا له چین وروسته- چې دا وېروس پکې پیدا شو- د کورونا له پلوه تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.له دې ناروغۍ تر ۸۷۵۸ کسان مړه شوي چې ډېری په چین کې دي.د ایټالیا چارواکي د دې وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نژدې دوو اونیو راهیسې خپل هېواد قرنطین کړی دی.له خلکو غوښتل شوي چې کور کې پاتې شي، خو بیا هم له دې ویروس مړینه په چټکۍ ډېرېږي.
 
 
د روغتیا نړیواله اداره وايي، پر کورونا له دوو لکه د ډېرو اخته شویو کسانو لوی اکثریت یا اتیا سلنه اروپا، او د اسیا پراخې سیمې په ګډون د ارام سمندر لوېدیځ کې دي. خو د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تیدروس ګیبریاسوس د چارشنبې په ورځ وویل، د وبا د ځپلو او کنټرول لپاره هېوادونه باید قرنطین شي او معاینې، درملنه او پېژندنه وکړي.