روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، ښاغلي خلیلزاد نن چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا غواړي چې له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.نوموړي ویلي، که څه هم افغان حکومت او طالبانو دې برخه کې ژمنه کؤې، خو تر اوسه هېڅ بندیان نه دي خوشي شوي.او وایي د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې د دوی خوشي کېدونکي بندیان به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، او که داسې کېږي نو د سولې بهیر به زیانمېږي.نوموړي همدا راز پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې په رسنیو کې دې پاروونکې ویناوې نه کوي.د بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.
خو افغان حکومت وایي، د بندیانو خوشي کولو واک له دوی سره دی، او دوی له امریکا سره د بندیانو د خوشي کولو په اړه کومه هوکړه نه لري.د بندیانو د خلاصون له موضوع ور هاخوا طالبانو نن چارشنبه ویلي، که په افغانستان کې د کورونا د وېروس ستونزه جدي شي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه کم کړي.
وروستي