زلمی خلیلزاد:افغان سیاستوال د خپلمنځي اختلافونه ختم کړي

روهي(پنځه نۍ/۲۹ د کب)، د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان سیاستوالو غږ کوي چې خپلمنځي اختلافونه ختم او جوړ جاړی وکړي.د نوموړي په خبره، افغانانو ته پکار دي هغه سیاسي کړکېچ اوار کړي چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته له دوو لوړو رامنځ ته شوی دی.
 
 
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ولسمشر غني د دې انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو د مارچ پر نهمه چې اشرف غني لوړه کوله ترڅنګ یې عبدالله هم لوړه وکړه.د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه کې د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کول مهم بلل شوي دي، خو لا هم دا بندیان خوشي شوي نه دي. د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه کې د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کول مهم بلل شوي دي، خو لا هم دا بندیان خوشي شوي نه دي.
 
 
ښاغلي خلیلزاد چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا غواړي چې له طالبانو سره د خپلې هوکړې له مخې د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.