طالبان: د کورونا وېروس د خپرېدو پر ضد مبارزه کې له اړوندو بنسټونو سره مرسته کوي

روهي(ځلورنۍ/۲۸ د کب)، افغان طالبان وايي که په دې هېواد کې د کرونا وېروس ناورین جدي کیږي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه لا کم کړي طالبان وايي، د دوی تر واک لاندې سیمو کې هم د کورونا وېروس پر ضد تدابیر نیول شوي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن چارشنبه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي د دې غوښتنې هر کلي کړی.
 
د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل دوی د کورنا وېروس سره د مبارزې په موخه مرستندویه روغتیايي بنسټونو او ټولنو ته هر ډول زمینې برابروي.کورونا ویروس چې دا مهال په نړیوال ناورین بدل شوی په افغانستان کې يي بیا د جګړو له کبله د لازمې نه پاملرنې په اړه اندیښنې مخ پر ډییریدو دي.
 
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویانده درانۍ وزیري وايي له کورونا وېروسه د راپیدا شویو اندېښنو پر مهال اوربند د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي او په وینا يې حکومت دې کار ته چمتو دی. د دې طالبانو له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې، پرون سې شنبه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي وو، د کورونا ناروغۍ کابو کولو لپاره باید په افغانستان کې اوربند وشي.