په کابل کې د امریکا سفارت د ویزې د ورکولو او د پاسپورټونو او رسمي اسنادو د تمدیدولو چارې ځنډول شوي دي

روهي(څلورنۍ/۲۸ د کب)، په کابل کې د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د مارچ له ۱۵مې څخه د ویزې د ورکولو او د پاسپورټونو او رسمي اسنادو د تمدیدولو چارې ځنډول شوي دي. دغه سفارت دا تصمیم وروسته له هغې نیولې چې په افغانستان کې د کروناویروس ناروغي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.
 
 
دغه سفارت په افغانستان کې امریکايي چارواکو ته ویلي: که په افغانستان کې د خپل امنیت او روغتیا په اړه اندېښنه لرئ اوس د تګ وخت دی. سوداګریزې، ترانسپورتي او زیربنايي چارې اوس منظمې دي او په عادي ډول کار کوي، دا مسله په جدي توګه په پام کې ونیسئ.
 
په کابل کې د امریکا سفارت له ټولو امریکايي اتباعو څخه غوښتي چې د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی ولري او د ستونزې په صورت کې له افغانستان څخه ووځي.