د خوراکي توکو بیې بېرته راټیټې شوي

روهي(څلورنۍ/۲۸ د کب)،د کورونا وېروس له امله د پولو بندیدو اندېښنو تېرو څو ورځو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي وو.سوداګر وايي، اوس په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خوراکي توکي په پخوانۍ بیه خرڅيږي.
 
د دوی په وینا، د یوې ګونۍ اوړو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو څخه پخوانۍ بیې ۱۶۰۰ راټیټه شوې.په تیرو څو ورځو کې د کابل یو شمیر هټیوالو د خوراکي توکو بیه ګړۍ په ګړۍ لوړوله چې یو شمېر دغه هټۍ بیا د دولت لخوا وتړل شوې.تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، له ستراتیژیکې دولتي زېرمې یې د زیانمنېدونکو خلکو لپاره د ۲۴ زره ټنه غنمو د ورکړې امر صادر کړی.
 
زر واګونه غوړي چې په دغو بندرونو کې د قانوني ستونزو له امله بند پاتي وو له جریمې پرته د هیواد بازارونو ته رسېږي.د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نوید وايي له هټیوالو سره په همغږۍ پرېکړه شوې چې خوراکي توکي ارزانه وپلورل شي.